د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د ایف سي پر ګاډو چاودنه څلور وژل شوي ۱۴ ژوبل




د کوټې په عالمو چوک کې له ریموټ کنټرول بمي چاودنې څلور تنه وژل شوي او ۱۴ نور ژوبل دي. په کوټه کې د مشال خبریال وايي چې په یوه موټر کې چونکي توکي اېښودل شوي او کله چې د ایف سي ګاډي له هغه ځای سره تېرېدل نو د ریموټ کنټرول چاودنه یې ورباندې وکړه چې د ګڼې مرګ ژوبلې تر څنګ یې په سیمه کې ولاړ د عامو خلکو ګڼو موټرانو او دوکانونو ته هم سخت زیان ورسولی دی.

د تازه مالوماتو له مخې په وژل شويو کې د ایف سي دوه عسکر او دوه ولسي وګړي دي.

د مشال خبریال وايي چې چاودنه دومره زوروه وه چې د کوټې ښار په ډېری برخو کې یې غږ واورېدل شو.

د بلوچستان په ډېری برخو کې اکثره پر امنیتي عسکرو او سرکاري ودانیو او ځایونو بمي بریدونه کېږي چې پړه یې اکثره بلوڅ خپلواکي غوښتونکی غورځنګ پرغاړه اخلي.

دغه ډلې د پاکستان له ریاست سره په جنګ دي چې د دوی په خبره د بلوچستان پر وسایلو د بلوڅانو حق جوړېږي.

د دغه اخ وډب په ترڅ کې تر دامهاله د پاکستانیو امنیتي عسکرو په ګډون ګنو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې.
XS
SM
MD
LG