د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالغفورلیوال وايي : ژوند ښکلی دی





نجیب عامر :
-------------


عبدالغفور لیوال دافغانستان د سیاسي، کولتوري او ټولنیزو چارو ، د کارپوه په حیث ، نن سبا په لر اوبر او سیمه کې یوه ځانګړې پیژندګلوي لري، خو ددې هرڅه په څنګ کې او ددې هرڅه نه وړاندې هغه یو ښه ، دټولنې په رموز پوه او خوږ ژبی شاعر هم دی.


لیوال، په نولس سوه څلور اویایم کال کې د کابل ولایت په ( موسهي ) ولسوالۍ کې زیږیدلی ، په خټه صاحب زاده حسین خيل دی او د پلار نوم یې علي محمد خان دی.

نوموړي خپلې لومړنۍ ذدکړې د کابل په اعتبارخان لیسه کې ترسره کړي او بیا له هغې وروسته د خپل شوق له مخې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګې ته کامیاب شو او خپلې ذدکړې یې بشپړې کړې او کامیاب ترې راووتلو.

وروسته په سکالر شپ ( بورس ) باندې امریکا ته لاړ او په ژورنالیزم او سیاسي علومو کې یې خپل تخصص د میري لینډ پوهنتون څخه ترلاسه کړ.

عبدالغفور لیوال په کابل کې د سیمه ایزو مطالعاتو په مرکز کې خپل خدمتونه ترسره کوي او همدارنګه دافغان ادبي بهیر ، رشاد کره کتنې او د ( علم او ادب د خپراوي ټولنې ) د ایمي غړی هم دی.

د نوموړي ګڼ شمیر کتابونه چاپ شوي چې نثر او نظم دواړه پکې شامل دي. دده د شعرونو اولنۍ مجموعه ( مخه ښه ) نومیده، خو په نورو کتابونو کې یې ( ژړا ، اور ، مینه ) ، ( هوسۍ ) ، ( کله چې ته خپه شې ) ، ( د نیلو فرو کیسې ) او ( ته مې هيره نه وې ) ، او ځینې نور شامل دي.

عبدالغفور لیوال د شعر ویلو لپاره یوه خوندوره ژبه او انداز لري، دی کلي وال او تاریخي کرکټرونه او اصطلاحات په خپل شعر کې ډیر په زړه پورې انداز سره یو ځای کوي او بیا دا خواږه په خلکو ویشي.

دنوموړي ډیر شعرونه د وخت پيژندل شویو سندرغاړو سندریز کړي چې ورکې فرهاد دریا هم شامل دی.

دلیوال د شعر په لو ستلو سړي ته احساس کیږي چې دیو داسې کس شعر لولم چې د نړۍ د علومو، فلسفو او ادبیاتو ژوره مطالعه یې کړې ده.

دا ګل ګل شاعر نن د مشال راډیو د تاترې خپرونې میلمه دی نو د نن تاتره د عبدالغفور لیوال په نوم.


تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:21 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG