د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډېری طالبان سوله غواړي



ژباړه: پامیر ساحل

اېسوشي اېټډ پریس اژانس په یوه ځانګړي رپورټ کې لیکلي، د طالبانو یو منځلاری مشر وايي، په افغانستان کې زیاتره وسله وال طالبان غواړي د خبرو اترو په ذریعه په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي. د دې طالب مشر په وینا په غورځنګ کې یواځې یو څو سختدریځي پاتې دي.

اسوشي اېټډ خبري اژانس لیکي، د افغان طالبانو د شورا یو پیاوړی غړی اغا جان معتصم هغه مهال ویشتل شوی وو چې ده د خبرو له لارې د افغان جګړې پای ته رسول غوښتل. دی په ډزو کې ژوبل شوی وو.

له اسوشي اېټډ پریس اژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې د کوټې شورا دې مهم غړي وویل، د وسله والو طالبانو اکثریت د خبرو په ذریعه د افغانستان مسلې هواری غواړي.

ده وویل: ((طالبان دوه قسمه دي. یو ډول طالبان باور لري چې بهرنیان د مسلې حل غواړي. دا بل قسم یې هغه دي چې باور لري بهرنیان یوازې جګړه کول غواړي.))

معتصم په ټيلي فوني مرکه کې وویل، ویلای شي چې د طالبانو اکثریت او د دوی مشران غواړي په افغانستان کې ((د ټولو افغانانو له پاره، یو پراخ بنسټیز حکومت او د نورو اسلامي هیوادونو په څېر اسلامي نظام وي.))

معتصم البته غرب چې اشاره یې امریکا او برتانیا ته وه، ملامته کړ چې د طالبانو بنسټپاله اسلامي غورځنګ دننه د منځلارو ملاتړ نه کوي او له دې انکار کوي چې طالبان په سیاسي توګه وپېژني او له خپلو ژمنو شا ته کېږي. ده وویل، دا کار سختدریځي پیاوړي کوي او د ده په څېر منځلاري کمزوري کوي.

له اسوشي اېټډ پریس اژانس سره د خبرو پر مهال اغا جان معتصم، د افغانستان د سولې عالي شورا غړي ارسلا رحماني پر وژنې د زښت خپګان ښودنه وکړه او و یې ویل چې ((هغه ملتپاله وو)) او دا چې دوی هغه ته درناوی لاره.

پر معتصم د پاکستان په کراچۍ کې برید شوی وو او تر هغې وروسته دی اوس په تورکیې کې دی.

د ده په خبره، اوسمهال دی د سولې په خبرو کې برخه نه لري او د خپلې درملنې له پاره په تورکیې کې دی.

معتصم وايي، طالبان درې لویې غوښتنې لري. یوه خو دا چې هغه ټول طالبان چې امریکایانو د ګوانتانامو او د افغانستان د بګرام په زندانونو کې ساتلي دي، باید خوشې کړل شي. دویم دا چې د ټولو هغو طالبانو نومونه دې د امریکا د بندیزونو له تور نوملړه و ایستای شي او درېیم دا چې طالبان دې د سیاسي ګوند په توګه وپېژندل شي.

اژانس لیکي، په شیکاګو کې د افغانستان په اړه د راتلونکې غونډې له پاره معتصم په خپل پیغام کې وویل چې ((د ناټو پرېکړې باید د افغانستان په ګټه وي او باید په کې د نور تاو تریخوالي غږ ونشي. په دې کې باید د جګړې د پای ته رسېدو، د چاپو او وژنو د درولو غږ وشي.))

معتصم زیاته کړه: ((افغانستان وران شوی دی. خلک یې بې کوره شوي، کډوال شوي دي. غریب خلک په خپلو کورونو کې وژل کېږي. او هلته بهرنیان هم وژل کېږي. باید دا هر څه نور ودرېږي.))
XS
SM
MD
LG