د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پوځي عملیاتو د بې کوره شویو کډوالو ستونزې


د خیبر د بې کوره شویو کډوالو ماشومان ډاکټر ته د خپل علاج لپاره راغلي ديږ
د خیبر د بې کوره شویو کډوالو ماشومان ډاکټر ته د خپل علاج لپاره راغلي ديږ



انیسه اجمل – مشال راډيو

پراګ:- که څه هم د خیبر پښتونخوا حکومت وايي چې په قبایلي سیمو کې د پاکستانیو پوځي عملیاتو له کبله بې کوره شوی خلکو ته دوی د نړۍ والو ادارو په همکارۍ مرستې ورکوي خو دغه کډوال وايي چې دوی په کیمپونو کی نه یوازې د اوبو او خوړو نیشتوالی لري بلکې موسمی حالاتو او د تعلیم ستونزې لري او د دوی په خبره تر ټولو لویه ستونزه یې د صحت هغه ده.

د کډوالو ددغه ستونزو په اړه د جلوزو کډوالو کیمپ کې د خیبر ایجنسی سره تعلق لرونکی یو کډوال مدا خیل وايي،

(( حکومت چې دلته په کیمپ کې کوم هسپتالونه جوړ کړی دی په هغه کې مو د زنانه بیماریو یا د خېټې د ناروغیو علاج نه کېږي. موږ مجبور یو چې د علاج لپاره خپل مریضان له کیمپه بهر یو سو،بل دوی چې کومې خیمی راکړې دي نو هغه دومره کمزورې دي چې هوا راشي نو وشلیږي ، موږ ته په کیمپ کې بس تش ستونزی او ستونزی دي ، الله مو دې خپلو کورونو ته بیرته بوځي.))

یو بل کډوال عرب خان وايي په کیمپونو کې نه دوا شته نه خواړه.

دی زیاتوي، (( موږ ته د څکلو اوبه نه ملاویږی نو دوايي خو لا غټه خبره ده.دلته نه بجلۍ وي او نه پکی، اونه د دوايي لپاره له موږ سره پیسې شته،دوی که موږ ته دوایانې راکوی هم نو هغه نقلي وي.))

ډاکټر محب الله چې په جلوزو او یو شمېر نورو کیمپونو کی يې د صحت په مسلو کار کړی وايي چې په کیمپونو کی د کډوالو شمېره دومره زیاته ده چې له وجې یې بیماریانې ډیرې زیاتې شوې دي او سهولتونه هم ډیر کم دي.
دی زیاتوي،((په کیمپونو کی زیاتره خلک یو ځای اوسیږي چې له وجې پکې بیماریانې خورېږي، بل د خوراک د نیشتوالي له وجې په خلکو کې د بیمارو خلاف قوت مدافعت هم کم شوی او د موسم له وجې هم تل ګڼ خلک ناروغه کېږي. کله ډیره ګرمي وی او کله ډیره یخني وي .))

ډاکټر محب الله وايي چې په کیمپونو کی ماشومان، ښځې او نارینه د بدني بیمارو په نسبت زیاتره نفسیاتي ناروغۍ لري چې دده په خبره ډېره کمه طبي مرسته ورسره کېږي.
((زموږ ادارې چې کومه سروې کړی وه نو د هغې تر مخه ۶۰ فيصده خلک په دغه کیمپونو کی د بدني ناروغیو پرځای نفسیاتي بیمارانې لري. هغه خلک چې د جنګ له وجې يي کور وران شي، بې کوره شوي یا يي د کورنۍ غړیو ته زیان رسېدلی نو ضرور به د نفسیاتی رنځونو ښکار کیږی . په دغه کیمپونو کی کډوالو ته دوايانې ورکول کېږي خو د نفسیاتي ناروغیو لپاره ورله ډاکټران د نیش برابر دي.

د خیبر پښتونخوا د صحت وزارت مرستیال مشر ډاکټر سراج وايي چې دوی تر خپله وسه له کډوالو سره پوره مرسته کوي.

((حکومت خو د کډوالو د علاج لپاره په کیمپونو کی هسپتالونه هم جوړ کړي دي او دوی ته دوایانې هم ورکوو.خو که چرته دوایانې کمې شوې وي او یو تن د کیمپ له هسپتاله بهر د علاج لپاره تللی وي نو دا بیله خبره ده. خو زمونږ له اړخه له دوی سره پوره مرستې کېږي.او دا سمه خبره ده چې په دغه کډوالو کی زیاتره کسان نفسیاتي ناروغان دي. او د دوی لپاره مو په په کیمپونو کې نفسیاتی ماهران ګمارلي دي.))

د چارواکو د وینا تر مخه دا مهال په خیبر اېجنسۍ کې د پاکستاني پوځ له خوا دروانو عملیاتو په ترڅ کې له سیمې د بې کوره شوو خلکو شمیره له دوو لکو زیاته اوښتې ده او د وزیرستان ، مومندو ، کرمی او اورکزۍ ایجنسو نه هم د پوځي عملیاتو له وجې ګڼ خلک بې کوره شوي دي چې دا وخت د کډوالو په مختلفو کیمپونو کې ژوند تیره وي.
XS
SM
MD
LG