د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوژدن کې انجونه ولې نه پوښتل کېږي





بازمحمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد: که یوه لورته اوس هم په اکثرو پښتني سیمو کې نجونې په بدو کې په سوره کې ورکول کیږي او یا هم د بدل ودونه رواج لري، بل لورته اکثره کورنۍ د ودونو په معامله کې د ژوند د ملګرې د انتخاب لپاره له زامنو څخه پوښتنه کوي خو لور یا خور ته دا حق نه ورکوي چې د ژوند د ملګري په خوښولو کې دې ترینه پوښتنه وشي.

هيڅکله به داسې رشته ونه منم چې زما رضا په کې نه وي.

تورپېکۍ .

په جلال اباد کې يو شميرهغه نجونې چې په ښوونځيو کې په زده کړو بوختې دي، دې رواج ته په ښه سترګه نه ګوري.

نبيله وايي، کومې کورنۍ چې د رشتې په معامله کې د لور یا خور رضايت ته نه ګوري، په نهايت کې يې د خپلې لور یا خور ژوند له ستونزو سره مخامخ کړى وي:

(( که چیرته هم کوم پلار خپل زوی ته ښځه کوي نو له زوی نه دا پوښتنه کوي چې دا جینۍ دې خوښه ده، دا کورنۍ دې خوښه ده، خو که همدا پلار بیا خپله لور چا ته ورکوي نو له لور نه پوښتنه نه کوي. که ښه کورنۍ وي او که بده نو خپله لور ورکوي، د لور مشکلاتو ته نه ګوري. زما هیله له ټولو مشرانو نه دا ده چې لور او زوی ته په یوه سترګه وکتل شي. چې د زوی خوښې ته ګوري نو د لور خوښې ته دې هم وګوري.))

نویده بارکزۍ چې په یولسم ټولګي کې زده کړې کوي، هم ورته شکايت لري او وايي،

(( زموږ په ټولنه کې بعضې خلک د کوزدنې په معامله کې له زوی نه پوښتنه کوي خو د لور نه یې نه کوي. زما په نظر باید د ژوند ملګری هلک او انجلۍ په خپله خوښه وټاکي. دومره وخت خو انجلۍ ته ورکړل شي چې خپل تصمیم خو ونیسي کنه.))

خو د ننګرهارپوهنتون استاده معاوضه بيا وايي چې که په قانوني کچه د نجونو د ودولو لپاره د عمر حد وټاکل شي، امکان دې ولري چې د نجونو دغه ستره ستونزه د حل لاره ومومي.

(( مور او پلار داسې هم نه دي چې د خپل اولاد ښه نه غواړي. خو زموږ په ټولنه کې په کم عمر کې نجونې ودیږي چې په کم عمر هغوی سم درک نه شي کولای، احساساتي فیصله کوي. نو که چیرې د نجونو د ودونو لپاره یو عمر وټاکل شي، دی پوه شي نو بیا ترینه پوښتنه وکړی شی، زه فکر کوم چې ښه پایله به ولري.))

خو تورپیکۍ وايي چې هيڅکله به داسې رشته ونه مني چې د دې خوښه په کې موجود نه وي.

(( واده کول لوبې نه دي. دا د ژوند مسله ده. کومې نجلۍ پسې چې رشته راځي باید له هغې پوښتنه وشي. زه کولای شم چې په خپله خوښه ځان ته د ژوند ملګری وټاکم. کومه رشته چې زه د ځان لپاره ښه نه ګڼم زه ترینه انکار کوم. دا حق ما ته هم اسلام راکړی او هم زموږ د ملک قوانینو. او باید چې زه د خپل حق دفاع کړم.))

دا چې شريعت په دې باب څه حکم کوي، په جلال اباد کې يو ديني عالم مولانا عبدالاحد وايي.

(( کوم حقوق چې الله تعالی نارینه او یا هم زنانه ته ورکړي، په دې حقله مختلف روایات شته چې ځینې احادیث داسې هم شته چې( لا نکاح بې ولی ان) یعنې دا حق د جینۍ ولي ته یعنې پلار یا ورور ته ورکړل شوی. خو ځینې علماوو داسې احادیث را اخیستي چې هغوی واک جینۍ ته ورکړی. خو د دواړو احادیثو محاکمه داسې کولای شو چې هم دې له هلک نه پوښتنه وشي او هم دې له انجلۍ نه. په دې عمل سره د دواړو حقوق تامینیږي.))

سره له دې چې شريعت او د افغانستان مدني قانون هم د رشتو جوړولو په معامله کې نجونو ته د خپل ژوند د ملګري په خوښولو کې پوره حق ورکړى، خو بيا هم ډيرى پښتانه په داسې مواردو کې له خپلې لوريا خور نه پوښتنه کول خپل کسر شان ګني.
XS
SM
MD
LG