د لاسرسي ځای

تازه خبر

که د نېټو پر وړاندې لارې همداسې بندې وي تاوان دچا؟






فرخنده وزیر - مشال راډيو

پراګ:- د پاکستان د پارلیمان دفاعي کمیټي به سباله پر دې خبرې کوي، چې ایا په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لپاره د رسد لاره پرانزې او که نه، خو پوښتنه دا ده که چېري پاکستان دغه لار د شکاګو د غونډې پورې هم داسې تړلې وساتله نو له دې سره به د دغه هیواد او امریکا او د سیمې په حالاتو څه اثر وغوځیږي. ؟

د نیټو جنرل سیکرېټري اندرې فوغ راسموسین د تیرې جمعې په ورځ ویلي وو، که چیرې پاکستان په افغانستان کې میشت د نړیوالو ځواکونو لپاره د رسد لارې نه پرانزې نو یو ځل بیا به د افغانستان د راتلونکې په اړه په یوې مهمې سرمشریزې کې له ګډونه محرومه پاته شي.

سبا یعنې د مۍ په ۱۴ مه به د پاکستان د پارلیمان د دفاعي کمیټۍ غونډه کیږی ، چې پکې به د نیټو ځواکونو لپاره د رسد لارو په خلاصولو خبرې کیږي، او د پاکستان مطبوعات داسې هم وایي چې کیدای شي د دفاعي کمیټۍ او له هغې وروستو په شپاړسمه نیټه د کابینې په غونډه کې مهمې خبرې مخې ته راشي.

اخوا د پاکستان د دفاع وزیر چودري احمد مختار په دې تیرو ورځو کې دا ویلي وو، که چیرې دوی دغه لارې نه خلاصوي، نو د اقتصادی بندیزونو سره مخامخیدای شي، او دا به د هغه ټولو نړیوالو تړونونو خلاف ورزي وي ، چې پاکستان یې برخه دی.

د دفاعي چارو کاپوه طلعت مسود وایي، د امریکا او پاکستان اړیکې لا هم نه دې ښه شوي، که څه هم دواړو غاړو ته کوششونه روان دي، او دا وجه ده، چې پاکستان د نیټو د رسد لارو د پرانستلو ترڅنګ نورو روانو خبرو ته هم ګوري.

طلعت مسود زیاتوي، (( دوی دا فکر کوي چې پاکستان به لا په دې اړه فیصله کوي، چې د نیټو د رسد لارې پرانزې او که نه، او بیا هغسې همکاري هم مخې ته نه راځې، څنګه چې باید د استخباراتي مالوماتو د شریکولو او په نورو مسلو کې دواړه هیوادونه وکړي. خو دلته پوښتنه یوازې په ګډه د کار کولو نه ده، بلکې د رویې هم ده، او که حالات هم داسې پاتې شي، او امریکا دغسې سخته رویه وساتي، نو بیا مسله نوره هم سختیږي، چې نه یوازې د ګډې همکارۍ بلکې د رویې پوښتنه هم را اوچتیږي.))

اخوا حنا ربانی کر د برتانې نه د راتګ په وخت دا هم وییلي، د سله له د پیښې وروستو دوی خپل احتجاج په هر ځای کې ښودلی، او اوس وخت راغلی، چې د نیټو د رسد لاره دې خلاصه کړل شي. که چیرې پاکستان دغه لارې هم تړلې وساتي، او د می په شلمه او یویشتمه نیټه د افغانستان په اړه د امریکا په شکاګو کې له سرمشریزې باییکاټ اعلان کړي، نو کیدای شي، د حنا کر په خبره د اته څلویښتو هیوادونو د خپګان سره مخامخ شي، او د خپل ګاونډي هیواد افغانستان د امنیت چارو په ښه کولو کې د رول نه هم محرومه پاتې شي.

د تیر کال د نومبر په شپږ ویشتمه د نیټو ځواکونو لخوا په سلله چیک پوسټ د برید وروستو پاکستان دغه لاره د احتجاج په توګه وتړله او د افغانستان په اړه یې د بون کنفرنس کې د ګډون نه هم انکار وکړ، چې دا یي شپږمه میاشت روانه ده ، دغه لاره لا هم هغسې تړلې پرتې دي.
XS
SM
MD
LG