د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د ملت پالنې دوه خصوصیات


سرچینه: ایکسپریس ټریبیون
ژباړه: منور شاه

دي ایکسپریس ټریبیون په دې مقاله کې خالد احمد لیکي په نورو هېوادونو کې دقام پرستۍ په څیر دپاکستان قام پرستې هم د ولس په شریکو احساساتو بنیاد لري، چې له مخه یې په ریاست کې یو والې، اتفاق او وطن پالنه پیدا کولې شي او دراز د هېواد د پرمختګ لپاره په شریکو هلو ځلو وطن کې خوشحالي او سوکالي راځي.
نوموړی لیکي هر ملت پالنه ځینې ځانګړي خصوصیات لري. په ملت کې یو والي پیدا کولو لپاره ځینې ریاستونه بهرنۍ خطره لري او که نه وي نو راپیدا کوي یې. دې لړ کې شریکه نظریه هم د هېواد دننه د بې اتفاقۍ مخ نیوي کولې شي. شریکه نظریه د ملت د هروګړي فکر جذب کوي او د ریاست هر تن دا ګڼي چې دهغه برخه پکې ده.چې په نتیجه کې یې ریاست پرمخ ځي.

لیکوال وايي پاکستانی ملت پالنه یا قام پرستي هم دوه ځانګړي خاصیتونه لري یعنې د بهرني دشمن په توګه هند او په هېواد کې دننه د شریکې نظرې لپاره مذهب موجود دې چې دواړه د ملت د یو والي لپاره کردار ترسره کوي، خو ددې له وجې ځنې مدني تړونونه هم متاثره کیږي.

لیکوال هم دې ته په اشاره سره وړاندې لیکي چې د بهرني دشمن یعنې هند سره د کړکیچ له وجې پاکستان کې پوځ ډېر سرلوړې کردار ترلاسه کړې او د ټولو قامی ریاستونو په څېر پوځ د هېواد د ملت پالنې یوه نښه ګڼل کیږي. لیکوال وايي هم دا وجه ده چې د کمزوري سیاسي نظام او د کورس د نصاب ترمخه پوځ د هېواد په نورو قامي ادارو برلاسې ښکاري.
خالد احمد لیکي اناټول لیوین چې په پاکستان یې کتاب لیکلې وايي پاکستان کې چې پوځ د هند د دشمنۍ له مخه کوم مقام ترلاسه کړې دا یې د هېواد په ګټه استعمالولې شو، او د دې په بنیاد یې دا هېواد په یو جدید ریاست کې بدلولې شو خو داسې ونشو ، بلکه هم له دې وجې پاکستان لا نور د جنجال سره مخ دې.

اناټول پاکستان یو مشکل هېواد په نامه خپل دغه کتاب کې لیکي د کارګل دجنګ او د ممبۍ د ترهه ګر بریدونو وروسته پاکستان باندې نړیوال فشار هم ډېر زیات شوې او که داراز په مستقبل کې په هند کوم برید وشي نو نه یوازې هند بلکه نړیواله ټولنه به هم دهغې خلاف راپاسي.

اناټول زیاتوي دهند سره دشخړې له وجې پاکستان د وسله والو ډلو لخوا هم د نا آرامۍ سره مخ دې چې نه یوازې په هېواد دننه بلکه بهر هم کاروایانې کوي او د هېواد لپاره د خطرونو سبب ګرځي او داسې ښکاري چې پوځ هم د دوي مخ نیوې نشي کولې.
XS
SM
MD
LG