د لاسرسي ځای

تازه خبر

نړیوالې رسنۍ ( د مۍ ۱۴مه)


ژباړه: ملیحه امیرزاده

اې ایف پي

اې ایف پي خبري اژانس ليکي افغان ولسمشر حامد کرزي د اتور په ورځ د نيټو نه امنیتي چارې افغان امنیتي ځواکونو ته د سپارلونوی پړاؤ په لړ کې د سیمو نومونه اعلان کړل.
د دې اعلان له مخې به د افغانستان د آبادۍ پنځه اویا فیصده برخه ځایی امنيتي ځواکونه سنبال کړي. د ولسمشر ماڼۍ نه جاري کړل شوی بیان وایی کاپیسه به په هاغه 11 ولایتونو کې شامل وي چې د افغانانو تر کنټرول لاندې به راځي. په دغه ولایت کې فرانسوي ځواکونه ځای پر ځای دي.

د نیټو سیکټري جنرل اینډرس فوغ راسموسن د دغه ګام هرکلې وکړ او وې ویل چې په 2014م کال کې د بهرنیو ځواکونو د ویستلو پروسه مکملیدلو سره سم به د نیټو جنګي رول ختم شي خو په دغه سیمه کې به یی معامله جاري وي. بلخوا د اېتلافي ځواکونو امریکایی کمانډر جنرل جان الین هم د دې ګام په ملاتړ کې وویل د کرزي اعلان د دې ثبوت دې چې افغان ملي پوځ قابلیت او صلاحیت لري چې په خپله امنیتي چارې سنبال کړي . د نړیوال سوله ساته مرستندویه ځواکونو یا د ایساف په خبره د واک د انتقال پروسه به د 12 نه واخله تر 18 میاشتو پورې وخت واخلي. د اژآنس په خبره د واک د انتقال په دریم پړاؤ کې به 122 ولسوالۍ شاملې شي چې په 34 ولایتونو کې د شاملو ولسوالیو شمېره به دوه سوه شپيته ته ورسیږي. اژانس ليکي چارواکي د دې پيژندنه کوي چې د واک د انتقال په پروسه کې چیلنجونه موجود دي.

ډي پي اې

بلخوا ډي پي اې خبري اژانس ليکي یوه ځانګړې ویب پاڼه آي کیژولټیز ډاټ اورګ چې د اېتلافي ځواکونو د مړینې شمېره څاري ، وایی چې د 2001 کال راهیسې په افغانستان کې د ایتلافي او نیټو ځواکونو د مړینې شمېره د 3000 نه اوښتې ده. د ویب پاڼې په خبره په دې کې په دریو کې یوه برخه د امریکایانو ده. چې په افغان جګړه او د هغې سره تړلې شخړو پر مهال وژل شوي دي.

اژانس د ویب پاڼې شمېرې حواله ورکولو سره وایی په دې کې 2907 سرتیري په افغانستان کې وژل شوي دي او باقي په نورو ځایونو کې وژل شوي دي چیرته چې د امریکا په مشرۍ د تره ګرۍ ضد جګړه کیږي. ویب پاڼه وایی څږ کال په افغانستان کې یو نیم سل سرتیري وژل شوي دي چې تېر کال دغه شمېره 566 وه. په دې کې د هلمند ولایت چې پکې د کوکنارو زیاته کرهنه کیږي ، د اېتلاف لپاره تر ټوله خونړۍ ثابت شوې.
XS
SM
MD
LG