د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان دباو زیاتیدای شي


انیسه اجمل، مشال راډیو

پراګ - د امریکا په کانګرس کی د بهرنیو چارو د کمیټی مشر سینیټر جان کیري ویلي که پاکستان پر خپله خاوره د موجودو اورپکو پرضد کاروايې نه کوي نو دوی به مجبوره وي چی په خيله ځینې ګامونه پورته کړي.

جان کیری د کانګرس د یوې اوریدنې پر وخت وویل((دا هیڅ د منلو وړ نه ده چی زمونږ د پوځیانو او هغه نړیوالی ټولنې چی د لاس ته راوړنو لپاره يی ډیرې زیاتې هلې ځلې کړي ،پر خلاف دې جګړه کونکو ته خوندی ځايی موجود وي،دا په دی مانا چی پاکستان بايد مونږ سره نوره ډیره همکاری وکړي او لا زیات فعاله شي ،مونږ کیدای شي د خپلی مرستې لپاره پخپله ځینی ګامونه پورته کړو خو دا په دې پورې اړه لري چی پاکستان څه فیصله کوي))

تیر کال د نومبر په میاشت کی په سلله چیک پوسټ د ناټو لخوا د برید وروستو چې پکې د پاکستان څلریشت پوځیان ووژلی شو، پاکستان ،ناټو ته د سامانونود رسولو لاری بندې کړې او دا شان د امریکا او پاکستان پر اړیکو کی تاو تریخوالی رامنځ ته شو.

له هغې وروستو پاکستان د امریکا نه وار په وار دا غوښتنه کوي، چی امریکا دې د سلله چیک پوسټ د پيښی بخښنه وغواړي نو بیا به پاکستان ناټو ته د رسد لارې پرانزې.
د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې، ويکټوريا نولينډ د جمعې پر ورځ، خبريالانو ته وويل چې د ناټو د لارې د خلاصولو د مسلې د حل راویستلو لپاره يو امريکايي ټيم په پاکستان کې موجود دی.

اخوا کار پوه بریګیډیر سعد وايې چی که چیرې پاکستان د ناټو د سامان د رسد لارې خلاصې نکړې، نو د پاکستان او امریکا اړیکو کی به نور هم تاوتریخ والی پیدا شي. (( د دواڼو ملکونو سفارتکارو چی کوم کوششونه روان کړي وو، چی اړیکې دوباره پر ځای کړي خو په هغې کی څه کامیابي ونشوه او د ګراسمین د راتګ نه وروستو خو حالات نور هم خراب شول، د امریکا د صبر پیمانه ختمه شوې، او هغه چی په راتلونکیو دوو کالونو کی په افغانستان کی کوم مشکلات ګوري، نو که چیری امریکا دا ګڼی چی پاکستان د هغې لپاره مشکلات پیدا کوي نو زما په خیال امریکا اوس د پاکستان پرضد د سختو اقداماتو وچتولو اراده لري))

د روانې میاشتې په شلمه او یویشتمه نیټه په شیکاګو کی د افغانستان په اړه یوه لویه غونډه کیږي ،په دغه غونډه کې د پاکستان د ګډون په اړه له څه نه دي ویل شوي خو د ناټو غړي هیوادونه او د سیمې هیوادونه به پکی برخه اخلي.

کله مو چی د تجزیه نګار بیرسټر زاهد سعید نه وپښتل چی که پاکستان ته په شیکاګو ِغونډه کی د ګډون دعوت ورنکړی شو نو د پاکستان او امریکا په ړیکو به څه اثر وي هغه وايې،((که پاکستان ته په شیکاګو غونډه کی د ګډون دعوت ورنکړی شو نو زما په خیال په پاکستان به يی هیڅ اثر نه وي ځکه چی که پاکستان هلته لاړو هم نو امریکا به پرې صرف فشار اچوي .بل د امریکا او پاکستان کی انتخابات راروان دي نو دا دواړه څه داسې قدم نه اوچتول غواړي چی خپل ووټونه خراب کړي ،پکار ده چی دا دواړه هیوادونه یو بل سره جوړ جاړې وکړي))

امریکا د ترهګری پر ضد جګړه کی د ملګرتیا لپاره پاکستان ته مالي او پوځي امداد ورکوي ،د دواړو هیوادونو تر مینځ د اړیکو د خرابیدو وروستو په کانګرس کی د ځینی غړو لخوا غوښتنه شوې ده، چی که پاکستان د ناټو د رسد لاره نه خلاصه وي او پخپله خاوره د ترهګر ټولګو پرضد کوټلي ګامونه نه اخلی نو بايد په دغه امداد کی دې کمی راوستل شي.

دا چې په موجوده حالاتو کی د پاکستان معاشي حالت د دې جوګه دې چی امریکا سره اړیکی خرابي کړي ،په دی اړه کارپوه امتیاز ګل وايی چی امریکا د واړندی نه پاکستان ته خپلو مرستو کی کمی راوستی دې.

امتیاز ګل وایې(( د ناټو لارې که بندې دي نو څه وشو.که دا لاری خلاصې وي نو هم به پاکستان ته هیڅ نه ملاویدو او اوس به د دې نه زیات نورې څه اړیکې خرابې شي، د دې یوکال وشو چی د امریکا لخوا پاکستان ته په امداد کی کمی راغلی دې نو فکر نه کوم چی د پاکستان اقتصاد ته به په دې وجه څه زیان ورسي.))

د پاکستان وزیراعظم يوسف رضا ګيلاني د رسنيو دا رپورټونه رد کړي چې په کې ويل شوي پاکستان روانه مياشت د افغانستان په اړه د شيکاګو په نړيوال کنفرانس کې نه دی وربلل شوی.
XS
SM
MD
LG