د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا، پاکستان او افغان پوځي چارواکو په پنډۍ کې غونډه کړې


په پنډۍ کې د پاکستان، افغانستان او نیټو ترمنځ درې اړخېزه غونډه سر ته رسیدلې چې پکښې د پاک افغان پولې خوندي کولو او د ناڅاپي پېښو د مخ نيوي په چارو غورشوی.

د پاکستاند پوځ د اطلاعاتو څانګې ای ايس پي ار لخواه جاري شوې خبر پاڼه کې راغلي په دې غونډه کې د پاکستان د ډلې مشري د پوځ سر لښکر جنرال اشفاق پرويز کياني ، د افغانستان د پلاوي مشري د افغانستان د پوځ مشر شیر محمد کریمي او د نیټو ځواکونو مشري په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو قوماندان جنرل جان الین کوي.

جنرل جان پرون اسلام اباد ته ورسېدو او له هغې وروسته یې د پاکستاني پوځ له مشر جنرال اشفاق پروېز کیاني سره لیده کاته وکړل. دواړو د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کې د امینتي وضعې په اړه خبرې وکړې.

ټاکل شوېده چې په راتلونکې اونۍ کې د نېټو چارواکي له پاکستاني چارواکو سره د نړیوالو ځواکونو لپاره د سامانونو د رسولو د لارو د بیا پرانستلو په اړه خبرې پیل کړي.
پاکستان په افغانستان کې د نېټو د ځواکونو لپاره د سامان وړنې لار له هغې وروسته وتړله چې تېر کال د نومبر پر شپږویشتمه نېټه د مومندو په قبایلي سیمه کې د نېټو د یو هوايي برید په ترڅ کې څلریشت پاکستاني عسکر ووژل شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG