د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې په امنیتي ځواکونو برید شوی


د شمالي وزيرستان په رزمک ميرانشاه روډ باندې د امنيتي سرتېرو په يوه قافله ريموټ کنټرول بمي بريد شوی چې پکې دوه امنيتي سرتيري ژوبل شوي دي.

ځايي چارواکو مشال ريډيو ته ويلي چې د پيښې وروستو امنيتي سرتېرو ځوابي کاروايي کړې او په دغه سيمه کې يي د ګن شيپ هېلې کاپټرو د لارې بمباريهم کړې ده ، چارواکې وايي دا پيښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې چې نن د اتوار په ورځ د شمالي وزيرستان د بېلا بېلو سيمو څخه د امنيتي سرتېرو قافلې تيريږي چې لوجې يي په ټول شمالي وزيرستان کې د سحر د پنځو نه تر ماښام نا مالوم وخته پورې کرفېو لګول شوې.

چارواکي زياتوي په بنو ميرانشا روډ باندې دوه نور ريموټ کنټرول بمونه هم ناکاره کړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG