د لاسرسي ځای

پیښور کې چاودنه ، پنځه ژوبل


له پيښور رينګ روډ سره چاودنه شوېده چې پکې لږ تر لږه پنځه کسان ژوبل شوي دي.
د پوليسو ايس پي شفيع الله خان مشال ريډيو ته ويل چاودنکي توکي د مال منډۍ سره ايښودل شوي وو ، ژوبل کسان ليډي ريډنګ اسپتال ته وړل شوي دي.

د پيښې پړه د پاکستان طالبانو پر غاړه اخستې . ياده دې وي چې دا په پيښور کې په دې تېرو څلور ورځو کې څلورم بمي بريد دې چې زياتره پکې پوليس په نښه کړل شوي دي.
XS
SM
MD
LG