د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لکي مروت کې یو دیني عالم وژل شوی


د خیبر پښتونخوا د لکي مروت د پیزو په درې کې یو دیني عالم او د امن کمېټۍ مشر مولانا محسن شاه وژل شوی دی.بلخواه په کرمه کرمه ايجنسۍ کې هم ناڅرګنده وسله والو يو قبايلي مشر ملک سلطان پر ډزو وژلې دې .

مولانا محسن شاه د تهجد مونځ کاوه چې یو وسله والپرې ډزې وکړې. په سیمه کې د پوليسو ډي ايس پي بشر خان مشال ريډيو ته ويل هغوي د پيښې پلټنې پېل کړيدي.
مولانه محسن شاه د جمیعت علما اسلام فضل الرحمان ډلې غړی وو، او پخپله د مولانا فضل الرحمان نېږدې ملګری هم و. بلخواه د مشال ريډيو د خبريال له مخې په کورمه ايجنسۍ کې پرون د مسوزو خيل قبيلې يو مشر ملک سلطان هغه وخت نا څرګنده وسله والو پر ډزو وواژه کله چې نوموړی په زړه مېله کې د سوده کولو وروستو خپل کور ته روان وو.

د نومړي د وژنې پړه تر دې دمه چا پرغاړه نه ده اخستې خو اکثره د داقسمه پيښو پړه وسله وال طالبان پر غاړه اخلي ، په کرمه ايجنسۍ کې په دې تېره يوه مياشت کې دا درايم مشر دې چې وژل کیږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG