د لاسرسي ځای

امریکا وایې پاکستان د ترهګرو خلاف سم ګامونه نه پورته کوي


د امریکايې سېنټ غړي جان کېري پر پاکستان غږ کړی چې پر خپله خاوره دې موجود د ترهګرو پټنځایونه له منځه یوسي.د کانګریس یوې غونډې ته د وینا پر مهال سنېټر جان کېري ویلي چې یوه داسې سیمه د منلو وړ نه ده، چیري چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پر ضد د جګړې فعالیتونو ته استثنا حاصله وي.

جان کیږي وویل چې پاکستان ته په کار ده چې نور ګامونه واخلي او مرسته وکړي. د هغه په وینا ، که چیري پاکستان د ترهګرو د پټنځایونو د له منځه وړلو لپاره نور څه نه کوي نو په کار ده چې د دې لپاره د نورو لارو په اړه فکر وشي. خو هغه دا نه دي ویلي چې نورې لارې به څه وي.
امریکا له ډېرې مودې راهیسې تور لګوي چې ګواکې پاکستان د هغو اورپکو پر ضد لږ ګامونه اخلي چې د پاکستان پر خاوره مېشت دي او په افغانستان کې بریدونه کوي
XS
SM
MD
LG