د لاسرسي ځای

تازه خبر

په یمن کې د القاعده خلاف امریکایې ډرون بریدونه شوي


د بې پیلوټه الوتکو بریدونو د شنبې په ورځ د دې هیواد د پلازمېنې سنعا په جنوب ختیځ کې په پرتو صوبو مارب او شبوا کې بریدونو وکړل او لس وسله وال یې ووژل.

د دې هیواد پوځ ویلي چې دا نور پنځلس وسله وال د شنبې په ورځ د هیواد په جنوبي صوبه ابیان کې د عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

د تېرو دوو اونیو په اوږدو کې د یمن په جنوبي سیمو کې د مشکوکو امریکايي بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې د القاعده درې لوړپوړي کارکوونکي وژل شوي دي.
د یمن چارواکي وايي چې کله د فرورۍ په مایشت کې پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح واک پرېښود او عابد ربو منصور هادي د نوي ولسمشر په توګه دنده پیل کړه ، له هغه وروسته د بې پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي دي.
د یمن اوسني ولسمشر عابد ربو منصور هادي د واک له اخیستلو وروسته په دې هیواد کې د القاعده د اورپکو پر ضد جګړه تېزه کړې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG