د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسرایلي او فلسطیني چارواکو د سولې په خبرو ټینګار کړی


د اسرایل او فلسطین چارواکو په سیمه کې د سولې په اړه پر خپلو ژمنو ټینګار کړی دې.
دا اعلامیه د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره د اسرایلو د وزیراعظم بن یمین نتن یاهو د یوه استازي له کتنې وروسته خپره شوې ده.

د نتنیاهو استازي د اسرایلو دا پیغام د منځني ختیځ د سولې د پروسې د دریدو او د دې پروسې د بیا پیل د غوښتنې په اړوند د فلسطیني ادارې د خواشینۍ په ځواب کې ورکړی دې.

خو اسرایلي رسنۍ وایې چې تلبیب به د سولې د خبرو د پیل لپاره د فلسطینیانو دا غوښتنه چې د یهودانو د میشت ځایونه جوړول دې بند شي ،رد کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG