د لاسرسي ځای

تازه خبر

حامد کرزي وییلي په بریښنایې پروژو به کار تیزوي


افغان ولسمشر حامد کرزي په خپل هیواد کې په چټک توګه د بریښنا پر پروژو د کار غوښتنه کړې ده.
د ارګ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر کرزي پرون د بریښنا د پروژو د ارزښت په اړه په یوه غونډه کې ټنیګار وکړ چې د بامیانو او یو شمیر نورو جنوبي ولایتونو لپاره اعلان شوې پروژې باید په تیزۍ سره عملي شي.

په دې غونډه کې چې په کابل کې د امریکا سفیر ،او د اسیا د پرختیايي بېنک د استازي په ګډون لوړ پوړو کورنیو او بهرنیو چارواکو په کې ګډون کړی و، د هلمند د کجکي د پریښنا د بند او له کابل څخه کندهارته د بریښنا د مزي د غزولو پر موضوعاتو هم خبرې وشوې.

ولسمشر کرزي غوښتنه کړې ده چې د کجکي د بند او د بامیانو د بریښنا د پروژې چارې باید په یوه کال کې بشپړې شي.

په دې غونډه کې پریکړه وشوه چې د پکتیا او لوګر ولایتونو لپاره د بریښنا برابرولو پروژې په کار ده چې د راتلونکې میلادي کال تر اګست میاشت پورې سر ته ورسول شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG