د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنډۍ کې د امریکا، پاکستان او افغانستان د پوځي مشرانو غونډه


ریاض موسه خیل،مشال راډیو

اسلام اباد/ پراګ - په راول پنډۍ ښار کې د امریکا ، پاکستان او افغانستان درې اړخیزه غونډه شوې، چې پکې د دریو واړو هیوادونو پوځي مشرانو ګډون کړی.

د پاکستاني پوځ د اطلاعاتو څانګه ای ایس پي ار وایې، په دغه غونډه کې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو مشر جنرل جان الېن، د افغان ځواکونو سر لښکر جنرل شیر محمد کریمي او د پاکستاني پوځ سر لښکر جنرل اشفاق پرویز کیاني د سیمې پر حالاتو خبرې کړي.

دا د دریو واړو هیوادونو داسې پنځه دیرشمه غونډه ده، چې مقصد یې پر پاک افغان پوله د څار نظام ښه کول، او د څه قسم حادثاتي پیښو د مخ نیوي لپاره همکار ي زیاتول دي.

د پاکستان د پوځ یو چارواکي د نوم نښودلو په شرط مشال ریډیو ته وییلي، چې په دغه لیدو کتو کې په افغانستان کې د میشت نړیوالو ځواکونو لپاره د رسد لارو په پرانستلو هم خبرې شوي دي. د دفاعي چارو کاپوه ریټایرډ بریګیډیر محمود شاه مشال ریډیو ته وایې، د دریو واړو ملکونو تر مینځ د زیاترو مسلو فیصلې به پارلیمان کوي. ریټایرډ بریګیډیرډ محمود شاه وایې، (( جنرل جان الېن او جنرل کیاني محدودې خبرې کولی شي، لویی فیصلې به حکومتونه کوي، زه فکر نه کوم که په روانو حالاتو کې حکومت لارې پرانزي))


اخوا د خارجه چارو کارپوه او پخوانی سفارتکار بیرسټر ذاهد سعید بیا وایې، دوی یو څه جوړ جاړي ته روان دي، او زیاتوي(( دواړه غاړې په خپلو غوښتنو کلکې ولاړې دي، پاکستان وایې چې امریکا دې بخښنه وغواړي، او ډرون بریدونه دې بند کړي، خو بیا هم زما په فکر یو د مینځ لاره شته، دوی به خبرو ته راځي، او که داسې نه وي، نو بیا به پاکستان پورې وي، چې هغوي شرطونه مني او که نه))

د تیر کال د نومبر په ۲۶مه د پاکستان په سلله چیک پوسټ د نیټو ځواکونو لخوا د برید وروستو پاکستان د احتجاج په توګه د نیټو رسد لارې وتړلې، او دا شان د افغانستان په اړه یې د بون نړیوال کنفرنس نه هم بیکاټ اعلان کړ. په دغه برید کې د پاکستان ۲۴ پوځیان وژل شوي وو.

اخوا د روانې میاشتې په شلمه او یوشتمه نیټه د امریکا په شکاګو کې د افغانستان د راتلونکي په اړه یو غوڼده کیږي، چې دا لا نده مالومه ایا پاکستان به تر هغې پورې د نیټو ځواکونو لپاره د سامانونو د وړلو لارې پرانزې او په دغه غوڼده کې به ګډون وکړي او که نه.
XS
SM
MD
LG