د لاسرسي ځای

کندهار کې ځوانانو د امنیتي چارواکیو هڅې ستایلي


سید شاه سقیم،مشال راډیو

کندهار - د افغانستان په کندهارولایت کې ځوانانو د امنيتي چارواکيو د هڅو د ستايلو په موخه غونډه کړې ده . په دغه غونډه کې ځوانانو د هغو پوليسو او ملي اردو له کورنيو سره هم مرستې کړې دي چې د کندهار د امنيت د نيولو پر مهال وژل شوي دي.
کندهاري ځوانان وايي له هغو امنيتي چارواکيو څخه مننه کوي، چې د دوی د ساتنې په موخه يې شپه او ورځ پر ځان يوه کړې ده.

ځوانانو په همدې اړه په کندهار کې يوه غونډه هم کړې وه چې پکې ګڼ شمېر امنيتي چارواکيو او د کندهار او ننګرهار واليانو هم برخه اخيستې وه.
ځوانانو او دولتي چارواکيو د هغو کسانو له کورنيو سره نغدي مرستې هم وکړې چې د کندهار د امنيت ساتلو په مقصد يې ژوند له لاسه ورکړی وو.

د کندهاريو ځوانانو استازی رحمت الله جاهد وايي چې بايد هغه ځوانان هېر نه کړي چې د دوی د ساتنې په موخه يې شپه او ورځ هڅې کړې دي.

دی وايي بايد نړيوالو ته وښيو چې ملي احساس لرو او خپل ساتونکي راباندې ګران دي.
((له يو مامور څخه رانيولې تر هغو سرتېرو او مشرانو پورې چې شپه او ورځ يې زما او ستا د ذلت د مخنيوي د پاره هڅې کړې مونږ يې ستاينې او تشويق ته ملا تړو تر څو ټولو افغانانو او نړيوالو ته وښيو چې کندهاري ځوانان هم د ښو او بدو فرق کولای شي ))
د ننګرهار والي او د ولسمشر سلا کار ستر جنرال ګل اغا شېرزی بيا وايي چې افغانان بايد خپل دوست او دښمن وپېژني.

دی وايي د پرمختګ او وطن جوړونې لپاره په کار ده چې لاسونه سره ورکړو.
((کوم احساس چې نن دغو ځوانانو کړی دی د ستاينې وړ دې. زمونږ مشران، عالمان، او زمونږ سياستوال بايد همدغسې غونډې وکړي. خپل ساتونکي ونازوو او د کندهار د خلکو، خاورې ، ونو او دېوالونو په خاطر سره يو شو او خپل داخلي کشمکش پرېږدو ))

په کندهار کې د ملي پوليسو د څلور سوه څلور ميوند زون قوندان محمد سالم احساس وايي چې د ځوانانو له خوا د دوی د هڅو له ستايلو سره يې زړه ډاډه شوی دې او په دې پوهېدلي چې يو څوک لري چې د دوی د تويو شويو خولو قدر کوي.
دی وايي که ځوانان خپل ساتونکي تشويق کړي او ستاينه يې وکړي نو ساتونکي به يې تر دې هم ښه ساتنه وکړي.

((زمونږ ځوانان زمونږ د ټولنې ملي سرمايه ده. د دوی دغه ابتکار چې دوی د وطن دوستۍ د پاک احساس په اساس چې دوی د خپلو وروڼو او خپلو خدمتګارانو، ملي پوليسو ، ملي اردو، ملي امنيت، سرحدي ځواک او عامه نظم د قواوو درناوی کوي دا د ټولو افغانانو او په ځانګړې توګه د لوی کندهار لپاره د افتخار وړ دی ))

دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې ځوانان د خپلو ساتونکيو د تشويق او ستاينې په موخه غونډه کوي.
XS
SM
MD
LG