د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال جان الن پاکستان ته رسېدلی دی


په پاکستان کې د پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، په افغانستان کې د نړیوال سوله ساتي ځواک (ایساف) پلاوی راولپېنډۍ ته رسېدلی دی.

آی ایس پي آر په یوه بیان کې ویلي، د ایساف د پلاوي مشري، په افغانستان کې د ټولو بهرنیو پوځیانو مشر جنرال جان الن کوي.

بیان وايي، د پلاوي راتګ موخه د پاکستان، ایساف او افغانستان درېواړو د کمېسون په غونډه کې برخه اخیستل دي.

تر دې غونډې مخکې هم د ایساف او پاکستاني پوځ تر منځ خبرې شوې دي چې په کې په قبایلي سیمو کې پر عملیاتو او د دواړو خواوو تر منځ د همغږۍ پر مېکانیزمونو خبرې شوې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG