د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شیکاګو غونډی ته پاکستان نه دی بلل شوی



بشیر ګواښ، مشال راډیو

پراګ -
د پاکستان وزیراعظم يوسف رضا ګيلاني د رسنيو دا رپورټونه رد کړي چې په کې ويل شوي پاکستان روانه مياشت د افغانستان په اړه د شيکاګو په نړيوال کنفرانس کې نه دی وربلل شوی.


د پاکستان ارزښت

خو د ناټو عمومي مشر اندرې فوغ راسموسېن پرون په يوه خبره غونډه کې د مې پر ۲۰مه او ۲۱مه کېدونکي دې کانفرنس کې د پاکستان د ورغوښتو د پوښتنې په ځواب کې وويل:

((موږ به د شیکاګو په کنفرانس کې په افغانستان کې د خپل کار ترڅنګ پر سيمه ييزو همکاريوو هم خبرې کوو او په ځانګړي توګه، که د افغانستان له پاره اوږدمهاله امن او ثبات غواړو نو د پاکستان سره مثبتو اړيکو ته ضرورت لرو. موږ د افغانستان ځينې ګاونډي، د مرکزي اېشيا هيوادونه او روس راغوښتي دي ځکه چې هغوی زموږ د عملياتو له پاره ځينې اړين ترتيبات او لارې برابروي. خو تاسي ته معلومه ده چې د پاکستان له خاورې زموږ د رسد لاره بنده ده. موږ بايد د پاکستان سره په دې اړه خپلې خبرې جاري وساتو ځکه چې دا د انديښنې وړ ده. ))

پاکستان په افغانستان کې د ناټو پوځيانو له پاره د رسد لار تېرکال (۲۰۱۱) تر هغه وروسته وتړله چې ناټو په مومندو کې ۲۴ پاکستاني پوځيان ووژل.

دوی د امريکايانو پر مخ شمسي هوايي ميدان هم ودرواه. پاکستان له امريکا غواړي چې پر دغه کار دې بښنه وغواړي خو امريکا داسې نه دي کړي.


خبرې روانې دي

موده وړاندې له امريکا سره د اړيکو پالیسۍ ته د بيا کتنې له پاره د پاکستان د پارليمان يوې کميټۍ د تعلقاتو د پرحالولو له پاره د بښنې د شرط ترڅنګ ځينې وړانديزونه هم وکړل.

د دې کميټۍ غړي او د عوامي نیشنل ګوند يو مشر افراسیاب خټک مشال راډیو ته وويل: ((ماته چې څومره معلومات دي په دې اړه د پاکستان او امريکا او پاکستان او ناټو ترمنځ خبرې اترې روانې دي. په کار دي چې دوی له دې مذاکراتو څه نتيجې ته ورسیږي.))

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت وياندې، ويکټوريا نولينډ هم د جمعې پر ورځ، خبريالانو ته وويل چې د ناټو د لارې د خلاصولو د مسلې د حل راویستلو له پاره يو امريکايي ټيم په پاکستان کې دی.


مسلې باید حل شي

افراسياب خټک وايي، پاکستان او نړيوال بايد خپلې مسلې حل کړي او په شيکاګو کنفرانس کې د پاکستان نه موجودیت د هيچا په ګټه نه ده:

((دا به د کانفرس، زموږ سيمې، پاکستان او افغانستان ټولو له پاره ښه نه وي ځکه چې پاکستان په دې مسله کې يو مهم لوبغاړی دی. بايد ټول لوبغاړي د مفاهمت سره مخکې لاړ شي او د يو بل د شا ته کولو کوششونه ونه کړي ځکه چې دغسې کوششونه د مسلې حل ته زيان رسوي.))

د افغانستان د پارليمنټ د نړيوالو اړيکو د کميټې يو غړی سيد اسحاق ګيلاني هم ورته نظر لري.

هغه مشال راډیو ته وويل: ((موږ پاکستان په هيڅ صورت له سترګو نه شو غورځولی. هر څومره فيصلې چې د شيکاګو په کنفرانس کې وشي او پاکستان په کې نه وي نو دا به پر يوه پښه ولاړي وي او د هر هغه څوک چې غواړي په سيمه او افغانستان کې د امنيت له پاره کار وکړي، د دې پريکړو عملي کول به ورته ډير مشکل وي.))


پر پاکستان فشار اړین دی

په کابل کې د سياسي چارو شنونکی ډاکټر کبیر رنجبر وايي، پاکستان به له پامه نه غورځېږي او د شيکاګو په کنفرانس کې د نه ګډون د راپورونو د رامخته کېدو مقصد دا دی چې ناټو غواړي پر پاکستان د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د صادقانه کار له پاره يو ګواښ او فشار واچوي:

((شيکاګو کنفرانس ډېر مهم دی. فکر نه کوم چې دوی دې پاکستان له نظره غورځولی وي. امکان لري چې تر پردې شاته يو څه جوړجاړی وشي او دا فيصله بيرته بدله شي. خو زه وايم چې بايد پر پاکستان فشار واچول شي. که داسې ونه شي نو پاکستان به خپلوپالیسيو ته همداسې دوام ورکړي. دا ډېره مهمه ده چې نړۍ ته يو ځل بيا هم د پاکستان دوه مخی سياست څرګند شي.))

د يادونې وړ ده چې ناټو ويلي، د شیکاګو په کنفرانس کې به د افغانستان، د هغه د ګاونډيانو او ناټو غړو هيوادونو سره له ۲۰۱۴ کال وروسته چې د افغانستان امنيت چارې به له بهرنيوو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي، په اړه خبرې اترې کوي څو افغانستان بيا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.
XS
SM
MD
LG