د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کوټه کې یو پولیس چارواکی وژل شوی


د بلوچستان په مرکز کوټه کې پوليس وايي، نامالومه وسلوالو د پوليسو يو چارواکی سيد جلال شاه وژلی دی.

دوی زياتوي سيد جلال شاه د شالکوت تاڼې سب انسپکټر وو چې د تيرې ورځې په هغه بمي چاودنه کې روغ پاتې شوی وو چې د دې ښار پر قمبراني سړک شوې وه.

پولیس زیاتوي ، پر نوموړي هغه مهال برید وشو چې دی له کوره د شپې ډيوټۍ ته روان وو . تر دې دمه کومې ډلې د هغه د وژنې پړه نه ده منلې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG