د لاسرسي ځای

حقاني شبکه دې د ترهګرې ډلې په نوم ونومول شي


د امريکا د کانګرس يوې ډلې، چې د حکومتي او مخالفه دواړو ګوندونو استازي په کې شامل دي، د بهرنو چارو وزيرې هېلري کلېنټن ته يو ليک لېږلی او غوښتنه يې کړې ده چې حقاني شبکه د يوه بهرني ترهګر تنظيم په حېث په رسمي توګه وپېژني.

په دې ليک کې ادعا شوې ده چې په پاکستان کې مېشته حقاني شبکه له دغه ځايه په افغانستان کې د امريکا د ګټو پر ضد بریدونه کوي.

د کانګرس غړي وايي حقاني شبکه د سيمې د بې ګناه سړیو ، ښځو او ماشومانو د خونديتوب په وړاندې يوه دوامداره خطره ده.

ايسوشي ايټېډ پريس اژانس لیکي د امريکا د بهرنیو چارو د وزارت وياندې ويکټوريه نولېنډ د کانګرس د غړو د ادعاوو پخلی کړی دی.

هغې ویلي وزارت د دې خبرې جاج اخلي چې حقاني شبکې ته تش د يو نړيوال ترهګر تنظيم نوم ورکول به د دې ډلې مالي سرچينو ته په رسېدو او دغه راز د فعاليتونو په اغېزمنولو کې به د امريکا له حکومت سره څه اندازه مرسته وکړي.

تر دې وړاندې امريکا له حقاني شبکې سره په تړاو تورن شوي يو شمېر کسان د نړيوالو ترهګرو په حيث پېژندلي دي.
XS
SM
MD
LG