د لاسرسي ځای

تازه خبر

'حقاني شبکه دې بهرنۍ ترهګره ډله اعلان کړل شي'


جلال الدین حقاني د حقاني وسله والې ډلې باني مشر دی
جلال الدین حقاني د حقاني وسله والې ډلې باني مشر دی

هارون باچا، مشال راډیو

واشنګټن -
د امريکا د کانګرس يوې ډلې، چې د حکومتي او مخالفه دواړو ګوندونو استازي په کې شامل دي، د دې هېواد خارجه وزيرې هېلري کلېنټن ته يو ليک لېږدولی او ورڅخه يې غوښتي چې د حقاني شبکه د يوه بهرني ترهګر تنظيم په توګه په رسميت وپېژني.

په ليک کې ادعا شوې چې په پاکستان کې مېشت حقاني شبکه له دغه ځايه په افغانستان کې د امريکا د ګټو پر ضد حملې کوي.

د کانګرس غړو دغه راز په خپل ليک کې ياده ډله د سيمې د بې ګناه سړو، ښځو او ماشومانو د خونديتوب پر وړاندې د يوه دوامداره خطر په توګه ياده کړې ده.

ايسوشي ايټېډ پريس اژانس د امريکا د خارجه وزارت د وياندې ويکټوريا نولينډ خبره راخیستې چې د کانګرس د غړو د ادعاوو په تاييدولو يې ويلي : ((وزارت لګيا دی د دې خبرې جاج اخلي چې حقاني شبکې ته تش د يو نړيوال ترهګر تنظيم نوم ورکول به د دې ډلې مالي سرچينو ته په رسېدو او دغه راز د فعاليتونو په اغېزمنولو کې يې د امريکا له حکومت سره څه اندازه مرسته وکړي.))

د يادولو وړ ده چې د امريکا خارجه وزارت له حقاني شبکې سره په تړاو تورن شوي يو شمېر تنان وار د مخه په شخصي توګه د نړيوالو ترهګرو په حيث پېژندلي دي.

د امريکا حکومت ته د لېږدول شوي ليک په اړه د فرانسې خبري اژانس په يوه جلا مطلب کې ليکي، د کانګرس د غړو له دغې ډلې څخه د حکومتي ډيموکريټ ګوند سينيټرې او د دې ايوان د استخباراتي کمېټې مشرې ډيان فينسټن، سره د يو شمېر نورو وکيلانو، تېره اونۍ افغانستان ته سفر وکړ او پر افغان ولسمشر حامد کرزي سربېره يې د دغه هېواد له پاره د امريکا سفير ريان کروکر او دغلته مېشت د امريکا د پوځ له چارواکو سره وليدل.

د اژانس په خبره، د امريکا د دواړو ګوندونو قانون جوړونکو د دې هېواد خارجه وزارت ته په لېږلي ليک کې ویلي چې د افغانستان لنډ سفر د دوﺉ د هغو اندېښنو چې د استخباراتي مالوماتو په ترڅ کې يې درلودلې، پخلی وکړ.

د امريکا ولسي استازو په خپل ليک کې د امريکا او طالبانو تر منځ په خبرو کې راغلي د تېرو څو مياشتو د ځنډ موضوع هم ياده کړې او ویلي يې دي چې د امريکا حکومت بايد حقاني شبکه د يو نړيوال ترهګر تنظيم په توګه په پېژندلو کې نور وخت و نه لګوي.

په دغه خط کې ليکل شوي : ((موږ پوهېږو چې د امريکا حکومت تر اوسه ځکه زړه نا زړه وو چې د افغانستان او پاکستان له پاره د اوباما ځانګړي استازي مارک ګروسمين له طالبانو سره د يوه جوړ جاړي د رامينځ ته کولو له پاره هڅې کولې، چې حقاني شبکه يې هم کېدلای شوه، تر اغېز لاندې راغلای وای. په هر صورت، ايمبيسيډر کروکر تېره اوونۍ موږ ته وويل چې له تېرو مياشتو راهېسې هيڅ کومې خبرې نه دي روانې او دا چې ولسمشر کرزی هم د دې خبرو له دوام سره مخالف وو. نو بس ښکاره ده چې د حقاني شبکې د يوه نړيوال ترهګر تنظيم په توګه د نه اعلانولو د امريکا له حکومت سره هيڅ جواز نه پاته کېږي، او موږ د دې ګام په سمدستي ډول د پورته کولو غوښتنه کوو.))

د امريکا د کانګرس غړو همداراز په خط کې ويلي چې د تېر کال د نومبر مياشت راهېسې چې خارجه وزارت تاييد کړه چې د حقاني شبکې د نړيوال ترهګر تنظيم په حيث د پېژندلو د موضوع رسمي کتنه په اخرېنيو مرحلو کې ده، شپږ مياشتې وشوې چې دغې ډلې په افغانستان کې د امريکا پر سفارت او امريکايي ځواکونو خپلو حملو ته دوام ورکړی دی.

په کابل کې د امريکا سفير راین کروکر په ياد ښار د تېرې مياشتې د ترهګرو بريدونو، چې تر اتلس ساعته پورې يې دوام وکړ، پړه هم په حقاني شبکې واچوله چې و يې ويیل دغه حملې د يادې ډلې مشرانو د پاکستان په ناقانونه قبايلي سيمې شمالي وزيرستان کې پلان کړې وې.

بايد وويل شي امريکا چې کله هم يوه ډله د نړيوال يا بهرني ترګر تنظيم په توګه په رسمييت پېژندلې، نو د دې هېواد د اجرايوي واکمنۍ لاندې راتلونکې ټولې شتمنۍ يې ورته کنګل کړي او هم يې امريکايی اتباع پابند ګرځولي چې له داسې يوې ډلې سره به هيڅ رقم کاروباري لين دين نه کوي.
XS
SM
MD
LG