د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان امریکا سره اړیکو ښه کولو ته لېوال نه ښکاري




د سيمي حالات او د نړی مطبوعات کې عبدالحی کاکړ د شپيګل آن لائن او د امريکايې مجلې فارن پاليسي مقالې لوستي دي. شپيګل آن لائن وايې د پاکستان او امريکا تر مينځ اړيکي اوس هم سړې پاتې دي او فارن پالیسي بيا د افغانستان د دوه زره څوارلس د انتخاباتو په اړه راپورته کړې پوښتنه ځوابوي.

په شپيګل آن لائن کې ليکوالان حسنين کاظم او جرهارډ سپورل وايې د ا سامه بن لادن د وژل کيدو وروسته د پاکستان او امريکا اړيکي خرابې شوي خو د دوی په وينا اوس چې امريکا او نيټو له افغانستان ژر وتل غواړي نو پاکستان د اړيکو ښه کولو ته څه خاص ليواله نه دی.


د ليکوالانو په وينا که څه هم په عمومي توګه د امريکا او پاکستان پوځ د دواړه هيوادونو ډپلوماټان او لوړ پوړي پوځي چارواکي د يو بل هيواد په سفر کولو سره لږ تر لږ دا ښکاره کوي چې ګواکه دوی په ګډه کار سره کوي خو له څو مياشتو راهیسي د امريکا د ټولو پوځونو د مشر جنرل جيمز ميټس او د پاکستان د پوځ د مشر جنرال اشفاق کياني ترمينځ رابطه نشته.


د شپيګل ليکوالان وايې د دواړو هيوادونو له يو بل سره د پريدوالي رويه په افغانستان کې جګړه هم اغيزمنه کوي. د مقالې په وينا پاکستان يو ايټمي ځواک دی خو بيا هم يو غريب هيواد دی چې د بې وزلۍ او ناخواندګۍ د لري کولو ډير وس نه لري.


ددې هيواد په نولس کروړه انسا نانو کې نيمه آبادي ليک لوست نشي کولی. دا شان که څه هم د آئين له مخې دا هيواد جمهوري دی خو عملا داسي نه ده. په حقيقت کې جاګيرداران او پخوانۍ سياسي کورنۍ ددې هيواد د ټولني بنيادونه جوړوي.


بلخوا د امريکا فارن پاليسي مجلې په افغانستان کې په دوه زره څوارلسم کې د کيدونکو انتخاباتو په اړه مقاله خپره کړې ده.


ليکوال جاويد احمد ليکي د افغانستان د ولسمشری تر راتلونکو انتخاباتو له مخي په لويه کچه درغلي او اقربا پروري د دې هيواد سياسی نظام تیت و پرک کړی دی. ليکوال د حامدکرزي په دوه زره ديارلسم کال کې د انتخاباتو د کولو اعلان د حالاتو د خرابولو لپاره نور هم زيانمن بولي.


دده په وينا له حامد کرزي څخه و بل چا ته په آرامه سره د واک سپارلو لپاره دا وخت هيڅ يو پلان نشته. دده په خبره په کاميابې سره د سياسي انتقال د سرته رسولو په مخ کې یو شمیر چيلنچونو دي.


د ليکوال په وينا افغان حکومت له دوه زره څوارلسم کال وروسته د ځان د پائښت لپاره لا تر اوسه څه قانع کونکې سياسی کړن لاره نه ده تشريح کړې. ددې ترڅنګ امريکا او افغان حکومت د يو داسي بالغه سياسی طبقې په جوړولو کې هم پاتې راغلې چې ورځني افغانان له جمهوري لاري خپل مشران و ټاکي.


د جاويد احمد په وينا د تکړه ولسي خد متونو په جوړولو کې پاتې راتلل هم حالات نور خراب کړي دي. د ليکوال په وينا د افغانستان د اوږد مهاله سياسی نظام لپاره د ټولو افغان په ګډولو سره د خبرو اترو له لاري د يو داسي ممکنه سياسي اصلاحاتي ايجنډې ضرورت دی چې هغه په پراخه کچه شته درغلي او اقربا پروري له مينځه يوسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG