د لاسرسي ځای

"د افغان امنیتي ځواکونو لپاره مالي مرستې برابروو"


د ناټو عمومي مشر ايندری فوغ راسموسين وايي چې د افغانستان په اړه د دې میاشتې په وروستيوو کې کيدونکې شيکاګو کنفرنس کې به له نړيوالو څخه له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان امنيتي ځواکونو د روزلو لپاره ژمنې واخلي.

هغه نن په يوه خبري ناسته کې وويل: ((په شيکاګو کې به موږ د نړيوالې ټولنې په همکارۍ او د افغانانو سره په شريکه په راتلونکې کې د افغانستان د امنيتي ځواکونو لپاره د مالي مرستو د برابرولو په اړه خپلې ژمنتياوې ښکاره کړو. موږ ټول په افغانستان کې د ډيرو قربانيوو او سرمايه کارۍ وروسته د ترلاسه کړو لاس ته راوړنو د ساتلو په ترڅ کې شريکې ګټې لرو.))

د يادونې وړ ده چې د دې مياشتې په آخره کې به د شیکاګو کنفرنس کې د افغانستان په شمولو د نړۍ له بيلابيلو هيوادونو مشران برخه اخلي. ناټو ځواکونو ويلي چې په ۲۰۱۴ کال کې به بهرني ځواکونه افغان ځواکونو ته امنيت وسپاري.
XS
SM
MD
LG