د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل بوش بازار چې بهرني توکي پکې پلورېږي




رپوټ : نيازاحمدخان مشال ريډيو

دافغانستان په پلازمېنه کابل کې په جرنيلي سړک قوايي مرکزسره نژدې دپخواني امريکايي ولسمشر جورج ډبيلو بوش په نوم بوش بازار دی چې دغه هیواد ته د بهرنیو ځواکونو له راتګ سره جوړ شوی دی.
په دغه بازار کې دناټو اوامريکايي پوځ د استعمال له پاره راوړونکي شیان پلورل کېږي.

يوځايي دکاندارچې دبوټانو کارکوي وايي په دې کې دچائينا شيان زيات دي اوپه دې بازار کې له پينځه سوو نه زيات دکانونه دې چې پکې روزانه لوی کاروبارکيږي او يوشمير خلک یې اخیستو ته ورځي خو د کابل یو اوسيدونکی محمدفاتح وايي چې دلته غير ملکي شيان ميلاويږي چې دده په خبره ډېر ښه معياروي. دی وايي چې کوټونه جېکټې ، عينکې اوخوراکي توکي پکې ملاوېږي.


د کاشف حيسن په نوم يوبل تن چې دپاکستان له لاهوره دی وايي، چې د بوش مارکېټ نوم یې اورېدلی وو او دلته په راتلو سره د هغه د خوښې او معیاري شیان ورته ملاو شولو.

په بوش بازار کې بهرني شیان خرڅېږي چې د اخیستونکو په خبره بییې یې ډېرې لوړې دي خو د معییار له پلوه ښه دي.
XS
SM
MD
LG