د لاسرسي ځای

تازه خبر

کونړ سیند کالنۍ مشاعره تر سره شوه




بازمحمد عابد، مشال راډیو

جلال اباد: د کونړ سيند کالنۍ مشاعره د پنجشنبې / زيارت په ورځ د کونړ په مرکز اسد اباد کې تر سره شوه.
دې مشاعرې ته د افغانستان په يو شمير ولايتونو سربيره له خيبر پښتونخوا څخه هم یو شمير شاعران ورغلي و. په مشاعره کې تر ٢٠٠ تنو پورې شاعرانو او شاو وخوا ٢٠٠٠ تنو مينه والو ګډون کړى و.

د مشاعرې پرانيستونکي وينا نعمت الله کرياب وکړه. ده په خپلو خبرو کې وويل چې د تيرو پنځو کلونو راهيسې د شعر په هنري ژبه له چارواکو غوښتل کيږي چې په کونړ سيند د بريښنا بند وتړي، خو لا يې پرې غوږونه نه دي ګرولي.

(( دا ځل موږ پریکړه وکړه چې کونړ سیند خلکو ته د شعر په پسته ژبه وژاړي، خپلو هغو واکمنو ته وژاړي چې دغې برخې ته وقف شوي دی. خو بدبختانه چې د تیرو پنځو کلونو راهیسې د افغانستان له ګوټ ګوټ راغلیو شاعرانو کونړ سیند ته وژړل او چارواکو ته یې وښودله چې دغلته یوه بې سارې شتمني خاموشه روانه ده خو چا پرې غوږ هم ونه ګراوه.))

د کونړ والي سيد فضل الله وحيدي په خپلو خبرو کې د کونړ سيند کالنۍ مشاعرې دوام يو نيک فال وګاڼه او ژمنه يې وکړه چې په مشاعره کې ويل شوي ټول شعرونه به په يوه کتاب کې راټولوي.

(( بند به هم جوړ شی، برق به هم جوړ شي، هر څه به جوړ شي. خو ستاسې راتګ کونړ ته دا یوه بهانه ده، دې ته به دوام ورکوو. سږکال زه وړاندیز کوم چې د هغو ټولو شاعرانو شعرونه چې نن دلته اورول کیږي هغه راټول شي چې زه ورته کتابي شکل ورکړم.))

مشاعرې ته له لر او بر څخه ورغلو شاعرانو خپل شعرونه وويل. جعفر خان جعفر په خپل شعر کې افسوس ښکاره کړو چې له باجوړ څخه کونړ ته د تورخم له لارې ورغلى دى.

که ریدی هم تالان شوی او غاټول په دار ختلی
پریوتی کشمالی د محبوبې د هار له لړه
په یاد کې ستا د سیند مشاعره ده بیا کونړه
راغلی درته یمه په تورخم له باجوړه

عمردراز مروت چې چيرته هم مشاعرو له ځي، د مينې پيغام له ځانه سره لاس نيولى ګرځوي

زړه مې له هغه چا د سرو شونډې شکرې غواړي
په تش دیدن چې څوک د اوښکو مرغلرې غواړي
هاغه کم عقله اوس په شنو بیرو خوله نه ورکوي
هاغه هوښیاره اوس د دنګو غرو ګورګورې غواړي

شاداب څو شيبې د مشاعرې ګډونوال د ترنم په تال وزنګول.

ما د تودو ساګانو تپ له، تودو غیږو له وړي
په هر سپرلي کې د نرګس د ګل وږمې ته ژاړم
په خپل مین زړګي مې زړه ورانیږي دې ته ژاړم

د مشاعرې په اخر کې يو پريکړه ليک هم ایدریس غروال واوراوه چې په يوه برخه کې يې د قوم پرست شاعر او سياستوال اجمل خټک د مقبرې بې حرمتي په سختو ټکو وغندله.

(( د پښتو ژبې نامتو شاعر او سیاستوال، ارواښاد اجمل خټک مقبره په بمونو الوزول شوې. موږ دغه ناوړه عمل په کلکه غندو. د کونړ سیند د دې مشاعرې ګډونوال له دغه دریځه د پاکستان او په ځانګړې ته توګه د خیبر پښتونخوا په حکومت غږ کوي چې زموږ د سترو شخصیتونو مقبرو ساتنه دې وکړي.))

ياده دې وي چې کونړ سيند مشاعره د تيرو پنځو کلونو راهيسې په دوامداره توګه جوږيږي چې لر بر پښتانه شاعران په کې په علاقه مندۍ سره ګډون کوي
XS
SM
MD
LG