د لاسرسي ځای

تازه خبر

سره صلیب په پاکستان کې خپل دفترونه وتړل





ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ: د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ په کوټه کې د خپلې ادارې د یو کاروکونکي تر وژنې روستو پېښور او کراچۍ کې خپل دفترونه تړلي دي ـ د یادې ادارې لخوا د دغه ګام وروسته د سند صوبې په سیلاب ځپلو سېمو کې د سره صلیب مرستندویه کارونه ځنډول شوي دي ـ

د سره صلیب نړیوالې کمیټۍ چارواکي وایي په پېښور او کراچۍ کې د دوی د دفترونو له تړلو وروسته ددوی لخوا په پاکستان کې ترسره کیدونکي د خېر ښېګړې کارونه ددغه هیواد په دریو صوبو کې تړل شوي دي ـ

د یادې ادارې چارواکي وایي دوی دا کار له هغوی وروسته له هغې کړی دی چې ددغې کیمټۍ یو چارواکی خلیل ډیل په کوټه کې وسله والو هغه مهال وتښتولو کله چې هغه ددفتر څخه کور ته روان و ، او بیا څلور میاشتې روستو د هغه مړی وموندل شو.

د ادارې ویاند احمد یوسف زۍ په دې اړه وایي
((په پاکستان کې په لومړي ځل د سره صلیب د نړیوالې کمیټي یو چارواکی تښتول شوی او بیا وژل شوی دی ـ زموږ دغه چارواکی خلیل ډیل نومیده ـ د هغه مړی تېره میاشت (اپرېل) په کوټه کې موندل شوی و ـ اوس موږ ددې خبرې جاج اخلو چې ایا په پاکستان کې موږ خوندي یو یا نه ـ او همدې ټکي ته په کتو سره موږ دا پریکړه کړې ده چې کراچۍ او پېښور کې خپل دفترونه وتړو او دغو صوبو کې مرستندویه کارونه وځنډوو))

دای سي آر سي د ویبپاڼې ترمخه ، د سره صلیب نړیواله کمیټي د جنګ څخه اغیزمنو شویو خلکو سره بېلا بېلې مرستې کوي ، په جنګ کې نیول شویو کسانو د ستونزو د حل په موخه د هغوی زندانونو ته ځي او د هغوي د ستونزو د حل په لړ کې مرستې کوي، دوي د روغتیا او خوړو اود ژوند په نورو برخو کې هم د خېر ښېګړې بېلا بېلې پروژې لري ـ

په پاکستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیتۍ چارواکي وایي هغوی ته ددې خبرې احساس دی چې د هغوي لخو د ترسره کیدونکي کار د ځنډولو د پریکړې څخه به په هغو زرګونو خلکو اغیز پریوزي چې ددغه ادارې په مرستو یې تکییه ده.

په پاکستان کې دسره صلیب ویاند احمد یوسف زی زیاتوي په پېښور کې ددوی د ادارې لخوا تر ټولو لویه پروژه د هسپتال په شکل کې شتون لري چې پکې له جنګه د اغیزمن شویو خلکو درملنه کیږي ـ هغه زیاته کړه که څه هم دوی په پېښور کې خپل دفتر تړلی دی خو دوی به بیا هم په پېښور او مظفراباد کې د جسماني بیا رغونې پروژې جاري ساتي

((داوس لپاره داده، چې زموږ د جسماني بیا رغونې پروژې چې په پېښور او مظفراباد کې شتون لري هغه به روانې وي. ))

د یادونۍ وړ ده چې د سره صلیب نړیوالې کمیټي چارواکي خلیل ډیل مړی د اپریل د میاشتې په ۲۹ نیټه په کوټه کې پولیس چارواکو ته په لاس ورغلی و ـ د خلیل ډیل د مړي د موندلو وروسته د سره صلیب نړیوالې کمیټي د کوټې په ګډون په ټول بلوچستان صوبه کې د خپلو مرستندویه کارونو د بندولو اعلان کړی و ـ

د سره صلیب نړیواله اداره له کال ۱۹۴۷ راهیسې په پاکستان کې خپل مرستندویه کارونه کوي ـ یادې کمیټي په سند او بلوچستان صوبو کې د سیلاب څخه اغیزمونو شوو خلکو لپاره یو شمیر پروژې لرلې چې د زیارت په ورځ ددغه ادارې د چارواکو له خوا د اعلان شوې پریکړې روستو ځنډول شوي دي.
XS
SM
MD
LG