د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایران په نړیوالو خبرو کې ځنډ باسي. اسراییل


د اسرایلو وزیراعظم بین یامین نیتن یاهو په ایران تور لګولی چې د خپل ایټمي پروګرام پر سر په نړیوالو خبرو کې ځنډ باسي.

نیتن یاهو دا هم وایي، اسرایل له ایرانه غواړي چې په بشپړه توګه دې د یوارنییمو بډایول ودروي چې همدا ټکی به د ایران او د نړۍ طاقتونو تر مینځ د کیدونکو خبرو اترو اېجنډا وي.

نیتن یاهو خپله دا دریځ د شورو په ورځ بیت المقدس ته په دوره ورغلې د اروپایي ټولنې استازې کیترین اشټن ته څرګند کړ. یوه اسرایلي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي اسراییل دا هم غواړي هغه ټول مواد چې په ایران کې غني شوی هغه دې له هیواده وباسي او له قم سره نږدې دې خپل ایټمي مرکز هم بند کړي. تمه ده د ایران او د شپږو طاقتونو امریکا ، چین، فرانس ، بریتانیا ، روس او د جرمني تر مینځ د خبرو اترو بل پړاؤ په 23م مۍ تر سره شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG