د لاسرسي ځای

تازه خبر

پوتین له اوباما سره نه ویني


سپینه ماڼۍ وایي د روس نوی ټاکل شوی ولسمشر ولادیمیر پوتين نیت لري چې روانه میاشت په یوه اقتصادي سرمشریزه او له ولسمشر براک اوباما سره د لیدو لپاره امریکا ته له خپل سفره تېر شي.

د وایټ هاوس په خبره پوتين د شورو په ورځ اوباما ته په ټیلي فون ویلي چې د خپلې نوې کابینې جوړولو لپاره ورته کار پاته دی.

تمه ده د هغه پر ځای د روس نوی ټاکل شوی وزیراعظم دیمتري مېد وېدېف به د میري لینډ په کیمپ ډېويډ کې په اتلسم او نولسم مې د جي اته هیوادونو په غوڼده کې ګډوڼ وکړي.

د جي اته هیوادونو غوڼده چې اول په شکاګو کې پلان شوې وه ، د اوباما انتظامېې د دې لپاره هم کیمپ ډیويډ ته واړوله چې پوتين پکې ګډون وکړای شي. د نیټو غړي هیوادونه به په شلم مې په شکاګو کې راغونډیږي. سپینه ماڼۍ وایې اوباما او پوتين په دې رضا شوي دي چې راتلونکي میاشت به د یوې بلې اقتصادي غوڼدې په ترڅ کې د خبرو اترو لپاره سره کښېني .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG