د لاسرسي ځای

تازه خبر

تر شکاګو سرمشریزې مخکې د اوباما او راسموسین غونډه




د امریکا ولسمشر براک اوباما د نیټو سکرېټري جنرل اندرې فوغ راسموسین سره د شورو په ورځ په سپینه ماڼۍ کې ملاقات وکړ. دغه ناسته روانه میاشت په شکاګو کې له نېټو غوڼدې وړاندې مخې ته راغلی دی.

د سپينې ماڼۍ لخوا بیان وایي اوباما او راسموسین پر دې رضا شوي چې سرمشریزه به د د اېتلاف ژمنیتا لا پیاوړي کړي چې د ۲۰۱۴م کال تر پایه امنیتي چارې افغان ځواکونو ته د سپارلو پلان لري په دې سره به نیټو ځواکونه له جنګي روله د مرستې هغې ته واوړي چې د کافي او دوامدار افغان ځواکونو ملاتړ وکړي.

تمه ده د اېتلاف غړي به د ټاکل شوي وخت سره سم د ځواکونو ویستلو لپاره په پلان په شلم او یوویشتم مې په شکاګو غونډه کې خبرې کوي.

دا وخت تقریبا یو لک او دیرش زره بهرني سرتېري چې زیاتره د نیټو غړي هیوادونو څخه دي ، د القاعده او طالبانو پر ضد د خوا او شا درې نیم لکه افغان امنیتي ځواکونو سره په ګډه جګړه کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG