د لاسرسي ځای

تازه خبر

لشکر جهنګوي د استخباراتو نوی پوځ دی. ناصر علي شاه




خدای نور ناصر - مشال راډيو

کوټه:- د کوټې په شمول د بلوچستان صوبې په يو شمېر سیمو کې له تېرو څو کلونو راهیسي د ناامنۍ بېلا بېلې پېښي روانې دي. په دې صوبه کې له هدفي وژنو سره سره بمي چاودني اکثره وخت د رسنیو د سر خبرونه وي.

له دې سره چې د ناامنیو ددې پېښو مسوولیت بېلابېلي وسله والي ډلې قبلوي. چې په کې هم يوه لشکر جهنګوي وسله واله ډله ده. یاده ډله د ټولو هغو پېښو ذمه واري پرغاړه اخلي، چې له شیعه مسلک سره اړه لرونکي کسان چې ډېری یې هزاره وګړي دی په نخښه کېږي . شییعه ګان نه یوازې د ۲۰۱۱ میلادي کال په سيپټيمبر میاشت کې دې ډلې په مستونګ سیمه کې شاوخوا ۲۶ شیعه وګړي ووژل.

په انټرنیټي پاڼه ددې وسله والې ډلې له خوا په يوه ويډيويي فلم کې ښکاري، وسله وال چې شمېر له اتو تر لسو پورې دی. ټول په وسله سنبال دي، او له دوو یا دریو سره راکټونه هم لیدل کېږي. د شاوخوا درې دقیقو په دې ويډيويي فلم کې چې ددوي يو ملګری يې د موبایل له لارې جوړوي، وسله وال بس دروي، ټول مساپر ترې کښته کوي، نور پرېږدي، چې وايي مسلمانان دي، او يواځې هغه کسان چې له شیعه مسلک سره تعلق لري. په کتار کې دروي او پرې ډزي کوي. د مستونګ دا يواځينۍ پېښه نه ده چې هزاره ګان په کې وژل شويدي. بلکې د هزاره قبیلې د مشرانو په وینا په سلهاو هزاره وګړيو له تېرو څلورو کلونو راهیسي خپل ژوند له لاسه ورکړی. د مستونګ له دې پېښي سره سره اکثره نورې پېښي هم په داسې ځايونو کې شوې، چې د هزاره ګانو په وینا پولیس او امنيتي ځواکونه ورسره نيژدې وي... يوه هزاره مېرمن په دې پېښو کې د پولیسو د رول په اړه مشال ته وویل...

:دا د پولیسو مامورینو هیڅ هم کړي نه دي. او هر چاته څرګنده ده. چې د پولیسو په موجودګۍ کې په هدفي وژنو کې وګړي په نخښه کېږي. او زما په فکر تر ټولو زیات همدا پولیس د اوسنيو ناامنه حالاتو ذمه واره دي:


په کوټه کې په بیا بیا هزاره ګان په نښه کېږي
په کوټه کې په بیا بیا هزاره ګان په نښه کېږي
ددې میرمني په څېر ډېری نور وګړي همداسې ادعا کوي. خو پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی ناصر علي شاه چې خپله هم له شیعه مسلک سره تعلق لري. وايي: د لښکر جهنګوي ډلې تر شا د استخباراتو لاس دی. او دا ځکه چې دده په خبره دوي ته تر ۲۰۱۴ عیسوي کال وروسته د افغانستان لپاره نوی پوځ ضرورت دی.

؛ دپاکستان استخباراتو ته په افغانستان کې تر ۲۰۱۴ وروسته نوی پوځ په کار دی. ځکه دوي همدا وسله والې ډلې رووزي. هغوي نوي پوځ او نويو اسپو ته ضرورت لري.

په داسې حال کې چې د لښکر جهنګوي ډلې له خوا له تېرو څو کلونو راهیسي په بلوچستان صوبه کې هزاره وګړي په نخښه کېږي. خو یادې وسله والې ډلې د سې شنبې په ورځ د پولیسو د يوه لوړ پوړي چارواکي شاه نواز خان د وژلو مسوولیت هم قبول کړ. ابوبکر چې ځان د یادې ډلې ویاند یادوي. وايي: د پولیسو ټول لوړپوړي چارواکي به په نخښه کوي. پولیس ددې ډلې پرضد څه کوي. او په خاص تردې وروسته چې ددې ډلې ټول پولیس په نخښه دي. نو پولیس څه په پام کې لري. مشال راډيو همدا پوښتنه د پولیسود ډي آيي جي اپرېشن قاضي واحد مخې ته کښېښوده.

؛ ګوره خدای دي خېر کړي. موږ په لټه کې يو، چې داسي شکمن کسان د قانون منګولو ته وسپارو. تاسو ته مالومه ده چې دا وخت موږ له کومو ستونځو سره مخ يو. بس خدای دي خیر کړي. نه تر اوسه پوري مو هیڅ شکمن نیولی نه دی؛

د ویلو وړ ده چې په بلوچستان کې که يوې خواته په فرقه ایزه هدفي وژنو کې لښکر جهنګوي لاس لري، نو بلې خواته ځيني بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسله والې ډلې هم رسنیو ته اکثره وخت د ناامنۍ د پېښو مسوولیت مني.
XS
SM
MD
LG