د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتونخوا حکومت د بلدیاتي انتخاباتو اعلان وکړ


د خيبر پښتونخوا حکومت د بلدياتي نظام او مقامي حکومتونو لپاره يو نوی قانون منظور کړی دی. د دې قانون له مخې به يوې خوا ته د بلدياتي نمائنده ګانو/ نه انتظامي اختيارات اخیستل کيږي او بلخوا به د مقامي او بلدياتي ډانچې نومونه هم اړول کيږي.

په دې اړه سینیر صوبايي وزیر بشیر احمد بلور مشال رېډیو ته وویل، چې انتظامي واک باید له سرکاري افسرانو سره په کار دی ځکه چې هغوی غیر سیاسي خلک وي او د چا لحاظ نه کوي.

بشیر بلور زیاته کړه چې دروان کال په اکتوبر او یا نومبر کې به دبلدیاتي نظام لپاره دنوی قانون په رڼا کې انتخابات کېږ ي چې پکې به په هر یونین کونسل کې ۱۱ ممبران وي.

دا راز سپریم کورټ هم حکومت ته امر کړی وو چې زر تر زره دې بلدیاتي انتخابات وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG