د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهګرۍ ضد ملي تګلارې ته اړتیا ده


ژباړه:- احمد شاه اعظمي

د پاکستان د ترهګرۍ ضد د قامي ادارې مشر خواجه خالد فاروق په ډان ورځپاڼه کې ليکي، د يوولسم سپټمبر تر پيښو وروسته پاکستان په دوو لويو خطرو کې راګير شو چې یوه يې ترهګري او بله يې سخت دريځي ده.

په داسي حالاتو کې د ترهګرۍ د مخنيوي لپاره د قامي پاليسۍ سخته اړتيا ليدل کيږي خو د دې پاليسۍ مسوده بايد ولس ته څرګنده کړل شي او په دې لړ کې د دوی د رايې احترام وکړل شي. د دې پاليسۍ په جوړلو کې پکار ده چې د پوځ او قانون پلي کونکو ادارو تر څنګ له بېلا بيلو ملکي څانګو سره اړه لرونکې کسان ورګډ کړل شي، د بيلګې په ډول د تعليمي چارو کارپوهان چې په مرسته يې په زاړه نصاب کې بدلون راوستل کېدای شي او په ځای يې داسي نصاب جوړېدای شي چې د زغم درس پکې وي او له ډله ايز توپير څخه پاک وي.

د دې تر څنګ ساينس پوهان هم د ترهګرۍ په ضد د قامي پاليسۍ په جوړلو کې مهم رول لوبولای شي، د بيلګې په ډول غېر قانوني اېف اېم راډيوګانې بندولای شي او داسي پروګرامونو ته وده ورکولای شي چې د زغم پېغام ورکوي.

ليکوال پر مخ ليکي، په هيواد کي د قانون حاکميت هم ضروري دی. په ۲۰۰۸م کال کې په پاکستان کې د ولس د نماينده حکومت تر راتګ وروسته اوس په ټول ولس کې د ترهګرۍ په ضد ګډ فکر وده موندلې ده. په دې هيواد کې بايد جمهوريت ته وده ورکړل شي ځکه چې دا يوازينۍ لاره ده چې د قامونو چارې په سمه توګه پر مخ بېولای شي. په دې لړ کې په راتلونکې وختونو د ترهګرۍ ضد پاليسي نه يوازي د پاکستان بلکې د نړۍ په کچه هم جوړېدای شي. په پاکستان کې د دې کار لپاره پارليمان د قانون په جوړلو سره مهم رول لوبولای شي او د دې کار لپاره د بوديجې او پاليسۍ په اړه پرېکړې هم کولای شي.

د ليکوال په خبره په راتلونکې کې د ترهګرۍ په ضد کار کول شريکي همکارۍ ته زياته اړتيا لري او په دې لړ کې د پلټنو لپاره د نورو هيوادونو همکاري او د بېلا بيلو لارو د استخباراتي مالوماتو شريکول دا کار ګړندی کولای شي.

ليکوال زياتوي، د ترهګرۍ د مخنيوي يوه بله لاره پر ترهګرو لارې بندول دي او پر دوی يو بل ته پر تګ راتګ سخت بنديزونه لګول دي. دا ډول به دوی وېشلي وې او په ټولنه کي به خپل فکر پر مخ نشي بېولای.

د مقالې په پای کي ليکوال ليکي، په راتلونکې کې د ترهګرۍ د مخنيوي کاميابه لاره پر امنيتي ادارو د ولس باور ته وده ورکول ده ځکه چې دا کار د ولس د مرستې پرته نشي کاميابه کېدلای.
XS
SM
MD
LG