د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره نړیوالې مرستې ولې پر ځای نه لګېږي؟




احمد شاه اعظمي - مشال راډيو

پراګ :- په امريکا کې د يوولسم سپټمبر تر پيښو وروسته د پاکستان حکومت د امريکا په مشرۍ له نړيوالې ټولني سره د ترهګرۍ په ضد جګړه کې د ملګرتيا هوډ وکړی چې په بدل کې يې پاکستان ته د ارباوو ډالرو پوځي او اقتصادي مرستې ورکول پيل شوې. د يوې اندازې سره سم يوازي د امريکا لخوا په تيرو لسو کلونو کې له پاکستان سره د څه باندي لس اربه ډالره مرستې شوي چې زياتره يې پوځي دي.

د دې سربېره د ترهګرۍ په ضد جګړه يا د قدرتي آفتونو په نتيجه کې د ځپل شوو کسانو سره نړيوالې ټولنې يو شمېر مرستې وکړې. په خېبر پښتونخوا او قبايلي سيمو کې د جګړو له کبله له بې کوره شوو کسانو سره که څه هم د پاکستان حکومت مرسته کړې خو وروسته دوی اړ شول چې له نړيوالې ټولنې څخه د مرستو غوښتنه وکړي. د قبايلي سيمو د آفتونو د مخنيوي د ادارې مشر ارشد خان (چې درې ورځې وړاندي بله دنده ورته سپارل شوې) وايي، دوی هڅه کوي چې لومړی هر څه د پاکستان د حکومت په مرسته تر سره کړي خو بيا مجبوره شي چې له نړيوالو د مرستو غوښتنه وکړي.

((کله هم چې خلګ بې کوره شي يا قدرتي آفت راشي نو موږ هڅه کوو د حکومت لخوا د خلګو مرسته وکړو. خو بيا موږ د پيښې نوعيت ته ګورو، که پېښه غټه وي او په لکونو يا ملينونو کسان بې ځايه شوي وي نو د حکومت لپاره ګرانه وي چې هغه په يوازي سر پای ته ورسوي نو بيا موږ نړيوالو ادارو ته درخواست وکړو چې زموږ سره مرسته وکړي. هغه نړيوالې ادارې زموږ پر درخواست راځي او بيا دلته څارنه کوي. په کوم ځای کې چې ضرورت وي يا موږ يې ورته وښيو نو بيا دوی زموږ سره مرسته کوي))

په خېبر پښتونخوا قبايلي سيمو کې د ناامنۍ له کبله له بې کوره شوو کسانو سره که يوې خوا بهرنيو مرستندويه ادرو مرستې کړي نو بلخوا په بېلا بيلو سيمو کې د ولسي پرمختګ لپاره منصوبې هم د بهرنيو مرستو يوه برخه ده. دا چې دا منصوبې د ناامنۍ له کبله څومره اغېزمني شوي او کار يې په څه حال کې دی؟ په اسلام آباد کې د اقتصادي چارو کارپوه اکرام هوتي وايي چې د ناامنۍ له کبله يو خو منصوبې پر وخت نه بشپړېږي او بل د ډېر ځنډ له کبله کله نا کله په نيمايي کې پاتې شي.

((په خېبر پښتونخوا کې چې د ترهګرۍ په وجه د امن و امان کومه مسله پيدا شوې ده، هغې دوران کې يو خو منصوبې پر خپل وخت نه مکمليږي. دويمه مسله دا ده چې کله هغوی کې ډېر وخت ولګيږي نو هغه منصوبه د مکملېدو بغېر ختمه شي. دريمه مسله دا ده چې امن و امان چونکې خراب دی نو پر هغه اضافي پيسې ولګيږي. که منصوبه د ۱۰۰ اربه روپو وي نو پر هغه ۱۲۰ اربه روپۍ ولګيږي ځکه چې دوی بيا وايي چې څيزونه هم د وخت په تېرېدو سره ګران شو او نقصان هم وشو، لُوټ مار وشو، دا وشو هغه وشو))

له پاکستان سره د دې هيواد د پوځ تر څنګ د ولسي پرمختګ په برخه کې هم بهرنۍ مرستې کېږي چې په وفاقي او صوبايي کچ وي. د ناسم حساب کتاب او څارنې له کبله ډېری خلګ په دې اند دي چې د مرستو پيسې په صحيح توګه پر ځای نه لګيږي. اکرام هوتي دا خبره تاييدوي او وايي چې پاکستان ته د ګڼ شمېر منصوبو لپاره پيسې راشي خو نتيجه يې سمه نه وي.

((بهرنی حساب کتاب خو بهرنۍ کمپنيانې پخپله کوي. د پوځي مرستو حساب کتاب هيڅکله نه کېږي او پته نه لګيږي چې پيسې چيرته ولاړې. د مرکزي او صوبايي ترقياتي مرستو حساب کتاب په مختلف سطحو باندي کېږي. د هغې څارنې ته نه ميډيا، نه عدالتونه او نه هم پارليمنټ چمتو وي. نو دا ټولي مرستې چې دي د هغې نتيجه دا راووځي چې د زياتره منصوبو لپاره پيسې راغلي وې خو نتيجه يې سمه نه وي))


د اقتصادي چارو کارپوهان په دې نظر دي چې په پاکستان کې د مرستو د پيسو پر ځای د لګېدو او شفافيت لپاره پیاوړې رسنۍ، عدالتونه او پارليمان په کار دی چې هر څه وڅاري او د اداري فساد مخنيوی وکړي
XS
SM
MD
LG