د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستانی پوځ په وزیرستانو کې تړون ولې نه ماتوي؟


په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو یو مشر مولوي نذیر
په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو یو مشر مولوي نذیر

عبدالحی کاکړ - مشال راډيو

پراګ:- په شمالي وزيرستان کې له ډيری مودې وروسته يو ځل بيا د پوځ او د حافظ ګل بهادر د طالبانو ترمينځ نښتې شوې دي.

دا په داسي حال کې ده چې د دواړو ترمينځ له څو کلونو راهيسي يو تړون پر ځای دی.

په پاکستان کې د نورو طالبانو ډلو په مقابله کې له حافظ ګل بهادر او ملانذير ډلوسره شوي تړونو د نښتو سربيره هم مات شوي نه دي. داسي ولي؟

که وکتل شي نو د سوات له مولانا فضل الله څخه راو اخلي بيا د باجوړ د مولانا فقير، د جنوبې وزيرستان د بيت الله مسود،او حکيم الله مسود او د دره آدم خيل تر طارق اپريدي ډلې پوري له ټولو سره په وار وار حکومت تړونو کړې او بيا مات شوي دي.


وروسته بيا د دې ټولو پر ضد پوځي عمليات هم شوي خو يواځې د شمالي وزيرستان له حافظ ګل بهادر او د جنوبي وزیرستان له ملانذير ډلي سره څو کاله وړاندي شوي تړون په اړه دواړه غاړي د نښتو سربيره هم کوښښ کوي چې مات نشي.


پوښتنه دا ده چې حکومت او دغه دواړه طالب مشران ولې دا معاهده ماتيدو ته نه پريږدي. پر طالبانو کتاب ليکونکې فرحت تاج یې په ځواب کې وايي...

(( ګل بهادر او ملا نذیر دواړه په افغانستان کې جګړه کوي، په پاکستان کې یې نه کوي، نو په افغانستان کې ترهګري کول، په هغه ځای کې پر افغان پوځ او افغان پولیس باندې او د دوی د مرستې لپاره چې بهرني ځواکونه راغلي پر هغو باندې حملې کول یا افغان دولت خرابول دا خو د پاکستاني پوځ د سترټیژیکې ژورتیا(ډېپت) پالیسي ده. ملا نذیر او ملا ګل بهادر دواړه دا تګلاره یا پالیسي پر مخ وړي نو ځکه که هغوی هر څه کوي له دوی سره تړون نه ماتېږي.))


د قبائلي سيمو د امنيت پخوانۍ سيکريټری بريګيديئر محمود شاه چې خپله يې هم په دې ډول معاهدو کې رول لوبولۍ د فرحت تاج له خبري سره اتفاق کوي....

(( دغه دواړه ډلې وايي چې د دوی کار د افغانستان له جهاد سره دی او له پاکستان سره هیڅ کار نه لرو، نو که تاسو موږ ته څه نه وای یاست موږ هم درته څه نه وايو، نو په دې وجه ملا نذیر او ملا ګل بهادر دواړه یو پوټۍ ثابت قدمه دي،

د دفاعی چارو کارپوه بريګيډيئر سعد محمد خان هم ورته خبره کوي ....

((ملا نذیر یو کار کړی وو چې ازبک یې له خپلې سیمې وېستلي وو او د هغې په عوض کې حکوت د جنوبي وزیرستان امارات دوی ته وسپارلی. هلته پوځ هیڅ کار نه لري، هر څه د دوی پّه لاس کې دي. نو بس دا معایده قایمه ده. په شمالي وزیرستان کې حافظ ګل بهادر د حقاني ډلې ته خوندیتوب ورکوي. زما په خیال که په پاکستان یو څوک حمله کوي نو هغوی یې ډېره پرواه نه کوي.

خو بريګيډيئر محمود شاه دحافظ ګل بهادر د طالبانو او پوځ ترمينځ تازه نښتو ته په اشاره سره وايې چې اوس په شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات کيدل ښکاري.

(( زما په خیال دا دوې شپې چې کوم واقعات شوي دي نو په پاکستان کې خیال دا دی چې پاکستان له په کار دی په وزیرستان کې عملیات وکړي. په خلکو کې عام تاثر دا دی چې دا مسلې موږ ته هم جوړوي او هلته یې په افغانستان کې هم جوړوي. زما په خیال اوس رایه د خلکو بدله ښکاري.))


په دې اړه مو د پاکستان د پوځ د دريځ د معلوملو لپاره د پوځ وياند ميجز جنرل اطهر عباس او له نورو چارواکو سره د خبرو هڅه کاميابه نشوه. البته د پاکستان پوځ په پخوا کې دا دريځ درلودلی چې دوی په نورو سيمو کې عمليات کوي نو ورته ممکنه نه ده چې پر يوه وخت ډير محاذونه خلاص کړي. امريکا تور لګوي چې په شمالي وزيرستان کې سراج الدين حقاني او د القاعدې غړې ميشت دي چې په افغانستان کې په بريدونو کې لاس لري.
XS
SM
MD
LG