د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که ظواهري په پاکستان کې دی،امریکا دې مالومات راکړي"




پاکستان ويلي دې که چرې په دغه هېواد کې د ايمن الظواهري د موجودګۍ په اړه له امريکا سره مالومات وي نو دوی ته دې ورکړي.

په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خپلو خبرو پرمهال د پاکستان د بهرنيو چارو وزيرې حنا رباني کر ويلي ( د القاعده له وجې پاکستان ته هم لوی نقصان رسېد لی دی ، القاعده د دوی ګډ دښمن دی او که چرې په پاکستان کې د ايمن الظواهري د موجودګۍ په اړه له امريکا سره خاص استخباراتي مالومات وي نو دوی ته دې ورکړي ، القاعده ختمول چې څومره د امريکا لپاره مهم دي هومره د پاکستان لپاره هم دي.)

ياده دې وي چې پرون د امريکا د بهرنېو چارو وزيري هېلري کلنټن د هند په کلکته ښار کې خبريالانو ته ويلي و چې امريکا په دې باور ده چې د القاعده مشر ايمن الظواهري په پاکستان کې پټ دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG