د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا ته دې آييني حقوق ورکړل شي. پښتونخوا اسمبلۍ




د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ په خپل یو منظور کړل شوي متفقه قرارداد کې له مرکزي حکومته غوښتنه کړې چې د قبايلي سيمو خلکو ته دې خپل حقوقونه ورکړل شي ، دوی وړاندېز کړی چې قبایلي سيمې دې په خيبر پښتونخوا صوبه کې شاملې کړل شي.

پرون د ګل په ورځ په صوبايي اسمبلۍ کې د قرارداد وړاندې کولو پر وخت د خيبر پښتونخوا سينير وزير بشير احمد بلور ويلي وخت راغلی چې د قبايلي سيمو خلکو مسلې دې حل کړل شي او دوی ته خپل آییني حقوق ورکړل شي.

دا قراردا د خېبرپښتونخوا د قانون صوبايي وزير ارشد عبدالله په ذاتي توګه وړاندې کړې وو او ټولو سياسي ګوندونو يي په ګډه منظوري ورکړه.

په دې قراداد کې غوښتنه شوې چې د هېواد د نورو وګړو په شان حقونه دې د قبايلي سيمو خلکو ته هم ورکړل شي او دغه رنګ د آيیني بدلون له لارې دې د پاکستان د سپريم کورټ او های کورټ دايره قبايلي سيمو ته هم وغځول شي. نوی جوړ شوی ايف سي آر ټريبيونل دې ختم کړل شي او يو مناسب عدالتي نظام دې ورله جوړ کړل شي او څلورم دا چې د قبايلي سيمو د قانون سازۍ اختيار دې پارلېمان ته ورکړل شي او که چرې د قبايلي سيمو خلک غواړي نو هغوی ته دې د خيبرپښتونخوا په اسمبلۍ کې استازیتوب (نمايندګي) ورکړل شي.
XS
SM
MD
LG