د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ ستونزې


انیسه اجمل - مشال راډيو

پراګ:- په قبایلي سیمه شمالي وزېرستان کې تېره ورځ د وسله والو او سیکېوریټي فورسز تر منځ په نښتو کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۳۷ ژوبل دي چې پکې عام وګړي هم شامل دي.

د دې پیښې ورستو په شمالي وزیر ستان کې کرفیو ولګول شوه.
په شمالي وزیرستان کې کله هم چې حالات خراب شي نو پولیټیکل انتظامیه د موثره کاروايي پر ځای کرفیو ولګوي چې له وجی یې خلک له یو شمیر ستونزو سره مخامخ شي.

د قبایلی چارو کارپوه مشتاق یوسفزی وايي، د کرفیو لګولو مقصد دا وي چې پوځ په مختلفو سیمو کې ګرځي او د خپل ځان او د خلکو حفاظت لپاره هغوی کرفیو ولګوي ځکه چې په دغو سیمو کې پوځ او حکومت ځان محفوظه نه ګڼي خو دا ده چې د کرفیو نقصان عامو خلکو ته زیات وي ځکه چې هغوی په کورونو کې بند شي.

په شمالي وزیرستان کې حالات له ډیره وخته راهیسې خراب دي او امریکا د پاکستان نه په بیا بیا په دغه سیمه کې د عملیاتو کولو غوښتنه کړې خو پاکستان په لویه کچه دغلته عملیات نه دي کړي.

دا چې په شمالي وزیرستان کې دا وخت کومې تره ګری ډلی موجودی دي.؟
مشتاق یوسفزی وايي چې په شمالي وزیرستان کې خو هسې حافظ ګل بهادر ډله موجوده ده او د پاکستان حکومت وایي چې هلته ازبک، تاجک او عربان هم شته خو په شمالي وزیرستان په اصل کې د تره ګرو ګړ دی .

دی زیاتوي چې کله هم په شمالي وزیرستان کې پوځ عملیات کړي دي نو زیات نقصان یې پوځ ته رسېدلی دی.
XS
SM
MD
LG