د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان لږکیان خپلو ماشومانو ته مذهبي زدکړې غواړي


انیسه اجمل - مشال راډيو

پراګ:- د خیبر پښتونخوا د سیک ټولنې مشر ډاکټر سورن سنګ وايي چې د اول جماعت نه تر اتم پورې په زیاتره سکولونو کې د دوی د مذهب نصاب نه ښودولو له وجې یې ماشومان اکثره په امتحانونو کې ناکامه کېږي او کله چې لسم جماعت نه پس اختیاری مضمونونه اخلي نو بیا ورته د خپلې مذهبي زدکړې کول مشکل شي.

ډاکټر سورن سنګ وايي چې دوی ته په دې اعتراض نشته چې ماشومان یې اسلامییات یا د د نورو مذهبونو نصاب ووايي خو مسله دا ده چې دوی د خپل مذهب د مطالعی نه پاته کېږي، دوی غوښتنه لري چې له ماشومانو سره دې یې د تعلیم په لړ کې هغه شان سلوک وکړل شی څنګه چې د پاکستان له نورو مسلمان ماشومانو سره کېږی.

دغه ډول یو عیسايي پادري پیترس مسیح هم د خپلو ماشومانو د تعلیم په اړه اندېښنه وښودله او وايي چې د اقلیتونو نور حقوق خو لا پریږده د هغوی د ماشومانو لپاره خپل مضمونونه هم نشته .خو معلومه نه ده چې د پاکستان حکومت ولې د اقلیتي ماشومانو لپاره څه نه کوي.

د خیبر پښتونخوا د نصاب لیکنې ادارې مشر فضل رحیم مروت وايي
که څه هم د پاکستان په یو شمېر سیمو کې د اسلامیات پر ځای د اخلاقیات مضمون ښودل کېږی خو په زیاترو سیمو کې د استادانو د کمي له وجې د اخلاقیاتو مضمون نه ښودل کېږی او بیا د اقلیتو ماشومان هم اسلامي کتابونه وايي.خو اوس حکومت کوښښ کوي چې د دوی لپاره یو حل رواباسي.

دکال نولس سوه اته نیوي د سر شمېرنې ( مردم شماري) تر مخه په پاکستان کې د اقلیوتونو ټوله ابادي څه باندې پنځه ملیونه جوړېږي چې پکې زیاتره شمیر د عسایانو دی.
XS
SM
MD
LG