د لاسرسي ځای

تازه خبر

کېږدۍ، کېږدۍ(څلورمه برخه)


د (کېږدۍ کېږدۍ) اوونیزې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

په دې خپرونه کې په دې موضوع غږېږو چې ایا کوچیان په سیاست کې ونډه لري او که نه؟

که یې لري نو ایا د دوی د ټولو وګړو استازیتوب کېږي او که نه؟

په افغانستان کې دولت اړ دی چې د اساسي قانون یا ایین له مخې کوچیانو ته ځمکې ورکړي او د کرنې په برخه کې دوی ته کار پیدا کړي.

تاریخ پوه او لیکوال استاذ حبیب الله رفیع وایي، کوچیان په افغانستان کې بنسټیز حق لري او د دې هیواد برخه دي نوځکه خو ورته په سیاست کی ونډه ورکړل شوی.

ټولنپوه او لیکوال فضل الرحیم مروت وایي، په دی هیواد نه یوازې دا چې دوی ته په سیاست کی استازیتوب نه دی ورکړل شوې په ټولنه کی هم دوی ته په ښه سترګه نه کتل کېږي.

فضل الرحیم مروت زیاتوي، د نړې په نورو سیمو کی د یوه هیواد هره ډله په سیاست او ټولنه کې ځای لري خو په پاکستان کې دې برخې ته چا پاملرنه نه ده کړې.

کېږدۍ، کېږدۍ هره اوونۍ حسیبه شهید جوړوي.

خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ:
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:21:49 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG