د لاسرسي ځای

تازه خبر

نننیو نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه


ژباړه: اسرار عالم مومند

د فارن پاليسې مجلې په يوه مقاله کې راغليٍ دي ولسمشر اوباما او د هغه سلاکار په دې عقيده دي چې له افغانستان سره د هغوی د اوږ مهاله مرستو ژمنه او له دغه هېواده د بهرنېو ځواکونو مرحله وار وتلو سره به طالبان او پاکستاني چارواکي همکاري کولو ته تيار شي او کېدای شي تر ټولو مهمه خبره دا وي چې امريکايي ولس ته وښودل شي چې د هغوی پوځيان خپلو کورونو ته په ستنېدو دي. خو پوښتنه دا راپورته کيږي چې کله نړيوال ځواکونه له افغانستانه ووځي نو په دغه سيمه کې رامنځ ته کېدونکې پيښې به څومره د امريکا له اثره لاندې وي. که چرې په دغه سيمه کې د امريکا اثر پاتې نه شو نو په داسې حالاتو کې به افغانستان د امريکا په راروانه انتظاميه او پوځ باندې يو بوج وي.

په افغانستان کې ولسمشر حامد کرزي او د هغه سيال باراک اوباما د سټراتيژيکي ملګرتيا تړون لاس ليک کړو.، دا تړون د دوه زره څليرشتم کال پورې د همکارۍ پلان په ډاګه کوي. که څه هم دا خبره په بشپړه توګه نه ده مالومه چې له افغانستانه د نړيوالو ځواکونو وتو وروسته به څه حالات وي او دغه رنګ په راتلونکې وخت کې به امريکايي کانګرس او پالیسۍ جوړونکي د افغانستان په اړه خپلې پريکړې هم پخپله کوي خو د سټراتيژيکي تړون او ناټو لخوا له افغانستان سره د ملاتړ ژمنې چې د شکاګو په راروانه غونډه کې به پرې هم خبرې کيږي کيدای شي چې تل پاتې اثر ولري. د امريکا پالیسۍ جوړونکو ته دا احساس شته چې په نولسوه نوي کال کې له افغانستانه د هغه وخت د شوروي اتحاد د ځواکونو د وتو وروسته څه رنګه حالات رامنځ ته شو ، ښکاري داسې چې اوباما او د هغه انتظاميه به داسې ونه کړي چې له وجې يي ګټه ورې نتېجې مخې ته راتلای شي.

بلخواه د فاينېنشل ټايمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې راغلي په کراچۍ کې يو پوليسواله چې په خپل پنځه ويشت کاله نوکرۍ کې يي يواځې د مظاهره چيانو د منتشر کولو کار کړی د هغه لپاره د طالبانو ضد جنګ کول ډير ګران دي.محمد اسلم خان چې په کراچۍ کې د اووه مياشتو راهیسې د سخت دريځۍ ضد ادارې مشر دی په دې عقيده دی که څه هم هغوی لومړی نه شوای کولای خو اوس کولای شي چې اورپکي له نورې بدامنۍ پېدا کولو څخه ودروي.

په پاکستان کې د سخت دريځۍ ضد جګړې شکل پرله پسې بدليږي پوځ د افغانستان له پولو سره نږدې سيمو کې عمليات پېل کړي، د القاعده ضد ډرون بريدونه هم ترسره کيږي او استخباراتي ادارې د هغه جهادي ډلو لټون کوي چې څه وخت ورله دوی پخپله روزنه ورکړې وه.

کراچۍ ښار چې په کې اتلس میلیونه خلک اباد دي ، ويل کېدل به چې کېدای شي دې ښار ته اورپکې ورځي دغلته کې پېسې راټولوي او بيا لا درکه کيږي خو په روايتي توګه په دې ښار کې تشدد د سياسي ګوندونو ترمنځه د جګړو له وجې مخې ته راغلې. پوليس وايي په کراچۍ کې تېر کال د بمي چاودنو شمېر څلور پنځوس ته رسېدلی وو د دوی په وينا د زياتره بريدونو ترشا په طالبانو پورې اړه لرونکو ډلو لاس دې .

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG