د لاسرسي ځای

د تاترې خپرونه د برملا خان برمول په نوم


برملاخان برمول د جنوبي پښتونخوا وتلی شاعر

برملاخان برمول د جنوبي پښتونخوا وتلی شاعر


نجیب عامر، مشال راډیو
پراګ - برملاخان برمول د جنوبي پښتونخوا، د ژوب په ( سلیزي تکۍ ) کې ، په نولس سوه دوه څلویښتم کال کې زېږېدلی دی.

د ده د پلار نوم حاجي محمد خان دی ، او دوی په خټه مندوخېل دی.

برملاخان برمول خپلې زدکړې، په خپله پلرنۍ سیمه ژوب کې سر ته رسولي دي، او اوس مهال هم هلته په ژوب کې اوسیږي ، او د رسمي وظیفو نه مبرا، د ژوند او کور چارې پرمخ وړي.

هسې خو شاعري د ده په خوی او خټه کې شامله ده، خو ده په باقاعده توګه په ۱۹۶۵ز کال کې شاعري پیل کړه.

د برملاخان برمول د شاعرۍ یو کتاب د (سپین پښتون) او بل د (څلوریځې) په نوم چاپ شوی دی.

د نوموړي په شاعرۍ کې هم هغه ارمانونه او غورځنګونه جوت دي چې د جنوبي پښتونخوا په شاعرانو کې لیدل کېږي.

برمول د ازادۍ او د پښتنو د یووالي په غورځنګونو کې هم نیغ په نېغه برخه اخیستې ده.

برملاخان برمول په خپله شاعرۍ کې خلکو ته د انسانیت او د مینې درس ورکوي او له توپیر پالنې څخه په خپله هم ډډه کوي او خلک هم ترې را ګرځوي.

د نوموړي د شاعرۍ ځانګړتیا دا ده، چې ده له روایتي شاعرۍ ډډه کړې او خپله ټوله پام لرنه یې د څلوریځو ( رباعیاتو ) لیکلو ته ورکړې ده.

دی پخپله وايي، کله چې یې نومیالي پښتون مشر او پېژندل شوي شاعر، ارواښاد شیر علي باچا ته خپل رباعیات وښودل، نو هغوی ورته وویل، دا رباعیات ستا دي، که د خوشال خان خټک؟

د ده په شاعرۍ کې د خیام غوندې فلسفه او د خوشال غوندې غورځنګ ترسترګو کیږي.

خو دا د ده ځانګړی انداز دی چې د خپلې زمانې د حالاتو، په خپل انداز کې ترجماني کوي.

له برملا خان برمول سره خبرې د غږ په ځای کې او لاندې اورېدای شئ:


د پښتو دا سپین روبی، با وقاره او پيژندل شوی شاعر برملاخان برمول یو څو رباعیانې چې د هغه له کتابه مو راټولې کړې دي:


-------------------------
ښکلي بارخو ستا، کاږه باڼه ستا
نوم مې دی، نه زده ، ځای دی واڼه ستا
که ولیدلې د یونان نجونو
کړي به په غاړه ، جامه ګاڼه ستا

----------------------------
ښکلی سالو دی، ښکلې راڼۍ ستا
که یې ښکاره کړې سپینه خولګۍ ستا
بادامي سترګې او خط و خال ستا
شونډې ښکاره کړه نرمې نرۍ ستا
-----------------------------
هغه ځواني را، هغه شباب را
هغه رباب را هغه مضراب را
راسره مل کړه هغه ملګري
په خوله نغمه بیا د انقلاب را
------------------------------
مولا به خلاص کړي ور د ښکلا ستا
مخ به څرګند کړي را ته (انجیلا) ستا
وطن به ټوله مولا اباد کړي
پښتون به ټول شي په یو سلا ستا
-------------------------
برموله راوړه! کنګڼ، بنګړي زما
سپین تاویزونه، ها، زر، زري زما
هرڅه مې راوړه اوس چې صوفي شوې
بوسې مې راوړه د پیشلمي زما!!
------------------------------
په دامې څه که ناست په روم یم
د روم له ښکلیو څخه محروم یم
زور او زر نشته لکه ماشوم یم
بل له ازله د حسن شوم یم
-------------------------
چمبه تاوېږي، کړي استقبال ستا
نرګس دې غواړي دیدن په سوال ستا
ګلاب دې نیسي لمن او شال ستا
زړه د لاله دی، داغلی خال ستا
---------------------------
زمري هم ډار کا له لندي ماره
باندې خبر شه یاره، نګاره!
چې ډېر ګیدړ وي سره راټول شي
زمری روان شي له خپله ښکاره
-------------------------
شرنګ د پایل ستا، څرک د چارګل ستا
برمول بې دل ستا، زخمي، ګایل ستا
باهو، هیکل ستا، مړوند قاتل ستا
زلفې سنبل ستا، کاږه اوربل ستا
-------------------------
په اول دید کې سړی نشه کا
که چیرې رایې راته بوسه کا
شم به بي خوده زه له مستۍ
را نه به ورکه د کور رسته کا
--------------------------
ساقي و ما ته راکړه یو جام زیات
نن مې یادېږي څومره ګلفام زیات
سیال مې څوک نشته په رباعي کې
خیالات مې لوړ دي لا تر خیام زیات!!
---------------------------
زما په لاس یې په هنر لاس کښېښود
لکه پر زړه یې زما الماس کښېښود
اختیار مې ورکړ ټول (انجیلا) ته
پاس یې پر شونډو را ته ګیلاس کښېښود
XS
SM
MD
LG