د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پېښور کې د زغم او برداشت نړیوال نندارتون




پلو اوچتول یا فېس آف په نامه سمینار او نندارتون نن په پېښور ښار کې د نامتو پښتون اداکار او انځورګر جمال شاه په نوښت او هڅو د خیبر پښتونخوا حکومت په مرسته جوړيږي.

جمال شاه، چې په اسلام اباد کې د هنرکدې په نوم د ښکلیو هنرونو د يوې خصوصي اکاډمۍ مسوول هم دی مشال راډیو ته وویل، چې په دې سمینار کې به په پښتنو کې د زغم یا برداشت د نشتوالي او کموالي پر موضوع د هنر په ژبه خبرې کیږي.

نوموړی وايي، دې سمینار ته يې د افغانستان په ګډون له بیلابیلو هیوادونو نه کارپوهان او د موضوع ماهرین رابللي، خو وايي چې په هند او برتانيیا کې دپاکستان سفارتونو هندي هنرمندانو ته ویزې نه دي ورکړي.

نوموړي دا کار وغانده او ويې ویل،چې دا سمینار او نندارتون په پښتني سیمو کې د ترهګرۍ د مخنیوي او حل لارو په اړه جوړیږي ځکه نو پاکستان باید داسې کار نه وای کړی.

په پېښور کې د جوړ شوي سېمینار په باب د مشال خبریال له جمال شاه سره ځانګړې مرکه کړې.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:59 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG