د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پکتیکا په ښرنه کې وسلوال برید پای ته ورسېد


د دوشنبې په شپه د افغانستان پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې وسله والو طالبانو له یو ه تجارتي مارکېټه د دې ولایت په مقام او ملي امنیت ریاست ډله ییز وسله وال برید وکړ.

د پکتیکا د والي ویاند مخلص افغان د پېښې د تایید ترڅنګ زیاته کړه دا برید، چې د شپې په اوونیمو بجو پیل شوی وو، د افغان امنیتي ځواکونو لخوا په څو ساعتونو کې ټول بریدګر ووژل شو او دده په خبره برید د شپې په ۱۱ بجو پای ته ورسید.

افغان زیاتوي، چې په برید کې یو ملکي وګړی ټپي شوی خو امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی رسیدلی.

خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په سهار اوه بجې مشال راډیو ته وویل، چې برید اوس هم دوام لري اوپه وینا یې، چې امنیتي ځواکونو ته یې ګڼه مرګ ژوبله اړولي ده. خو چارواکي د دوی دا ادعا نه مني.

شاوخوا درې میاشتې وړاندې هم د پکتیکا په مرکزښرنه کې د مخابراتو پر ریاست د وسله والو له خوا برید شوی وو، چې مرګ ژوبله یې هم لرله.
XS
SM
MD
LG