د لاسرسي ځای

تازه خبر

جمیل بګټي وايي بلوچستان کې دې نظر پوښتنه وشي


نواب ذاده جمیل بګټي په کویټه پریس کلب کې د خبرو پرمهال
نواب ذاده جمیل بګټي په کویټه پریس کلب کې د خبرو پرمهال
خدای نور ناصر / کویټه


د بلوچستان د وژل شوي مخور بلوڅ سیاست وال نواب اکبر خان بګټي زوی جمیل بګټي وايي دکراچۍ په لیاري سیمه کې د پوځ عملیات ، د حکومت له خوا د بلوڅو خلاف یو بل سازش دی. نوموړي دکویټې د پریس کلب خبریالانو سره د خبرو پرمهال دا څرګندونې وکړې.

نواب ذاده جمیل بګتي همدارنګه د ورکو بلوڅانو په اړه وویل چې په بلوچستان کې د لادرکه بلوڅو د کیس څو ورځنۍ اورېدنه شوې ، او هم يو شمېر لادرکه بلوڅ خوشي شوي هم دي. خو دوی ورته خوش بینه نه دي، ځکه چې ددې کېس اورېدنې ته هم د بلوچستان وزیراعلی حاضر نه کړای شو.

نوموړي وویل په بلوچستان کې د هزاره وګړو په وژلو کې بلوڅ لاس نه لري، ځکه هزاره هم دبلوڅو وروڼه دي، خو په لوی لاس داډول پېښو سره بلوڅ بدنامولی شي.


نواب ذاده اکبر بګټي زیاته کړه چې بلوچستان کې د قانون قدر پخپله لوړ پوړي حکومتي چارواکي هم نه کوي، نو د نورو نه به څوک څه ګیله وکړي. دده په وینا په دغه ایالت کې هم حکومت او هم عدالت ناکامه دی.

بل پلو حکومتي چارواکي وايي چې بلوچستان کې وضع ارامه ده او یوازې یو شمیر بلوڅ سیاست وال د بیلیدو خبره کوي او نور خلک هم د لارې وباسي، خو نواب ذاده اکبر بګټي وايي، پکارده چې ملګري ملتونه په بلوچستان کې ریفرنډم ( نظر پوښتنه ) وکړي څو هرڅه په ډاګه شي چې څوک دازادۍ په حق کې دی او څوک یې مخالفت کوي. ده همدارنګه وویل چې د پنجاب ډیره غازي خان او راجن پور سیمې هم د بلوچستان برخه دي، دادي هم په ریفرنډم کې شامل کړی شي.





XS
SM
MD
LG