د لاسرسي ځای

تازه خبر

په اېټالیا کې د پښتنو زده کوونکو کلتوري غونډه



فرخنده وزیر، مشال راډیو

پراګ -
د اېټالیا په تورینو ښار کې د اېنجینرۍ پوهنتون پښتنو زده کوونکیو یوه کلتوري غونډه کړې ده.

په دې غونډه کې ګډونوالو سندرې ویلي او مشاعره یې کړې ده.

په غونډه کې نه یواځې زده کوونکو بلکې، له نورو سیمو راغلي پښتانه هم ول چې خپلې جامې یې په غاړه کړې وې او دودیز پښتانه خواړه یې پاخه کړي ول.

فهد یوسفزي د غونډې تابیا کړې وه
فهد یوسفزي د غونډې تابیا کړې وه
تورینو د اېټالیې له مهمو ښارونو یو دی. دا ښار د هیواد شمال لویدیځ لوري ته د سیند پر غاړه پروت دی.

دا ښار د کتابتونونو، باغونو، او میوزیمونو له پاره مشهور دی.

د پښتنو شمېر په دې ښار کې له دې وروستیو کالونو راهیسې زیاته شوې ده او د دې یو مهم لامل د انجینرۍ پوليتخنیک پوهنتون دی.

په دې پوهنتون کې شا و خوا ۱۰۰ پښتانه محصلین زده کړه کوي.

دلته پناه غوښتو له پاره هم کډوال پښتانه راغلي او اوسي.

د پوهنتون زده کوونکو په لومړي ځل داسې کلتوري غونډه کړې ده.

د غونډې پر مهال، عطا الرحمان د رحمان بابا کلام وړاندې کړ. یو بل زده کوونکي فهیم خان وزیر په تورینو کې د مېشتو پښتنو د پېژندګلوۍ ویډیو وښوده؛ شعبان علي خپله شاعري وړاندې کړه. حلیم الرحمان د غني خان غزل په ترنم واوراوه.

ناصر خان د دیر د پښتو ژبې او کلتور په اړه خبرې وکړې او حمید و عدنان مزاحیه خاکې وړاندې کړې.

د غونډې ګډونوالو هوډ وښود چې د دې پروګرامونو لړۍ به نه ماتوي.

غونډې ته راغلیو مېلمنو عمران خان او عمر عثمان مروت هم ویناوې وکړې.

​د دې غونډې تابیا د خیبر پښتونخوا صوابۍ فهد خان یوسفزي کړې وه او هغه یې کوربه وو.
XS
SM
MD
LG