د لاسرسي ځای

تازه خبر

تیمرګره کې چاودنه، یو مړ درې ژوبل



دخیبر پښتونخوا د کوزدیر په تیمر ګره سیمه کې دیوې چاودنې په ترڅ کې یو کس وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي.


ځايي چارواکو پېښه تایید کړې، او په سیمه کې یې د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې چاودنه د یو مستري په دوکان کې شوې ده، خو دچاودنې لامل تراوسه نه دی څرګند.


د چاودنې له امله په لویه پیمانه زیان نه دی اوړیدلی، خو د مستري دوکان او دګاونډ دوکانونه زیامن شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG