د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتلان (اجمل خټک - درېیمه برخه)


د اتلان خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

دا خپرونه له تېرې هغې سره تړلې ده او په کې د پښتو د شاعر، ادیب او سیاستوال اجمل خټک په ژوند، اند، کار و زیار بحث شوی دی.

د ننګرهار پوهنتون د ادبیاتو څانګې استاد لال پاچا ازمون ، اجمل خټک د ۲۰مې پېړۍ د پښتو شاعرۍ ((غزلبوله طوطي)) بولي.

دی وايي، د ده یوازینی هدف د پښتنو قامي وحدت وو.

د اجمل خټک ((د غیرت چغه)) شعري ټولګه د هغه د سیاسي شاعرۍ تر ټولو ښه او معیاري هڅه بلل کېږي.

د پېښور پوهنتون استاد احمد علي عاجز، اجمل بابا ګڼ اړخیز شخصیت بولي او وايي، د ده ((د غیرت چغه)) نن هم د ده پر بدن ((ویښته ودروي)) او په دې ډول دا ریښتیا د غیرت چغه ده.

د اجمل خټک د شخصیت په اړه نور بحث د اتلان خپرونې په دې درېیمه برخه کې واورئ.

دا خپرونه هره اوونۍ د مشال راډیو بشیر ګواښ جوړوي:

تم شئ
نښلول

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:13:29 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG